په « صعده» کښې د سعودي د حملو په غندنه کښې د يمنيانو مظاهرې
په زرګونو يمنيانو نن د يمن په « صعده» ښار کښې د سعودي په حملو او د خلقو په وژله په اعتراض کښې مظاهرې وکړې.
د فارس خبري اژانس د رپوټ له مخې دغه مظاهرې «د زمکې آزادي او د کرامت د ساتنې» تر عنوان لاندې په « صعده» ښار کښې وشوې او مظاهره کونکو د يو لړ نعرو په وهلو سره په يمن باندې د سعودي تيرګر ائتلاف د حملو دوام وغندۀ او د دغو حملو د بندولو غوښتنه يې وکړه.
په همدې حال کښې سعودي تيرګرو جنګيا لوتکو د يمن د الحديده صوبې د الجراحي سيمې په زراعتي زمکو پينځه ځل بمونه اورول چې له امله کيې دوه عامه وګړي ووژل شول او دوه نورو هم ژوبل شول.
يوې فوځي سرچينې هم اعلان وکړ، د سعودي توغنده اي او توپخانه اي يونټونو د صعدې صوبې په شدا پوله ايز ښار په ذزو سره هم دوه عامه وګړي ووژل. همدرانګ د همدغې صوبې له باقم ښار سره نزدې مندبه سيمه هم د سعودي جنګي الوتکو د څو ځل حملو هدف وګرځېده.
همدارنګ په تعز صوبه کښې يوې فوځي سرچينې وويل، يمني ځواکونو په دغه هېواد باندې د سعودي د جنګي الوتکو د حملو په ځواب کښې په بيرباشا سيمه کښې د سعودي تالي څټو په سنګرونو باندې په حملې سره له هغوي څخه يو شمېر هلاک يا زخمي کړل.
د يمن د فوځ د انجنيئرۍ يونټ هم د دغه هېواد د جنوب د لحج صوبې په کهبوب سيمه کښې د تيري ګرو په دوو فوځي ګاډو حمله وکړه چې په دغه حمله کښې د هغوي په تباهۍ سره يو شمېر تيري ګر ځواکونه هلاک يا ژوبل شول.