مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې
(last modified Mon, 07 Oct 2019 11:57:21 GMT )
Oct 07, 2019 16:27 Asia/Kabul
  • مینځنی ختیځ په تیره اونۍ کښې

د مینځني ختیځ یا لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ مهمې پیښې او خبرونه

په تیره اونۍ کښې په عراق کښې د دغه هیواد په حکومت باندې اعتراضونه او هم داشان د نصر من الله نومې سترو عملیاتو اعلان د لویدیځې آسیا ډیرې مهمې پيښې وې چې د پروګرام په دوام کښې یې څیړنه کوو.

**

په عراق کښې تیره اونۍ حکومت ضده اعتراضونه وشول. د ټولنیزو خدماتو کمی، د بیکارۍ ستونزه او هم داشان اداري فساد په عراق کښې د ولسي اعتراضونو د ترسره کیدو اصلي وجوهات وو. په معترضانو کښې زیاتره ځوانان وو او دغه اعتراضونه زیاتره په شیعه میشتو ولایتونو او هم داشان په پلازمینه بغداد کښې ترسره شول. د عراق د تیرې اونۍ دغه اعتراضونه خودجوشه او صلحه ایز وو خو د بهرنیو لوبغاړو ترملاتړ لاندې د ځینو کورنیو عواملو په لاسوهنې سره د تشدد په لور ټیل وهل   شول داشان چې لسګونه تنه په کښې مړه او ژوبل شول.

یوه نښه چې ثابتوي د عراق د حکومت مخالفانو له دغو پرامنو مظاهرو ګټه پورته کړه او هغه یې د تشدد او تاؤتریخوالو په لور لارښوونه کړې، د عراق د مرجعیت خلاف شعار، د حشد الشعبي ځواک خلاف شعار، د عراق د نظام د ختمیدو غوښتنه، ایراني ضده شعارونه او همداشان د عراق د ختم شوي ډیکټاټور صدام د لور په شمول د بعث ګوند له پاتې کسانو ملاتړ و.

د عراق حکومت او سیاسي ډلو د خلکو له صلحه ایزو مظاهرو ملاتړ وکړ او هغه یې د خپلو مطالبو او غوښتنو د بیانولو لپاره د خلکو روا حق وباله. د عراق وزیراعظم عادل عبدالمهدي په بغداد او ځینو نورو ولایتونو کښې ګرځبندیز اعلان کړ. هغه هم داشان د عراق خلکو ته په یوه وینا کښې ځینې مهم ټکي بیان کړل او ویې ویل: تیر نظام ته د ستنیدو شعار د ځینو بهیرونو د توهماتو په وجه دی، حکومت د خلکو د سر او مال او هم داشان د هیواد د امنیت تامینول خپل اصلي مسئولیت ګڼي، حکومت د بې وزله پرګنې په معیشتي حالت باندې د غور لپاره مختلفې طرحې لري چې ډیر زر به یې اعلان کړي.

که څه هم د عراق هیڅ کوم سیاسي بهیر خلک د حکومتي ضده مظاهرو ترسره کولو ته نه وو بللي او د اعتراضونو د جاري ساتلو غوښتنه یې هم ونه کړه خو د صدر ډلې او هم داشان د عراق د پخواني وزیراعظم حیدر العبادي په شمول ځینو ګوندونو د عراق د اوسني حکومت د استعفا ورکولو او له وخته مخکښې د انتخاباتو د کیدو غوښتنه وکړه.

د عراق په پارلیمان کښې فهرست الفتح د اصلاحاتو د کیدو او د نظر وړ اصلاحاتو د اجرايي کولو لپاره له حکومته په ملاتړ ټینګار وکړ. حتی د اِربیل چارواکو هم د اصلاحاتو د کولو لپاره له حکومت څخه د ملاتړ او له هر ډول تشدد او تاؤتریخوالي د ډډه کونې په ضرورت ټینګار وکړ. د عراق مرجعیت هم د صلحه ایزو مظاهرو د کولو لپاره په رسمیت د خلکو د حق پیژند په ترڅ کښې له حکومته وغوښتل چې له فساد سره جدي مبارزه او هم داشان د اصلاحاتو ترسره کول د یو بنیادي وړومبیتوب په توګه په نظر کښې ونیسي. په هم دې لړ کښې د عراق حکومت په وړومبي ګام کښې په فساد تورن زر تنه کارمندان له کاره وویستل.

**

د اداري فساد، بیکارۍ او د ټولنیزو خدماتو د نامناسب والي په شان ستونزو شتون په عراق کښې موجود څرګند مشکلات دي چې البته په یو خاص حکومت پورې اړوند نه دي بلکې له تیرو لسیزو څخه موجود وو او لاهم شته دي. په عین حال کښې په تاؤتریخوالي باندې د صلحه ایزو مظاهرو بدلیدل چې په کښې لسګونه کسان مړه او ژوبل شول او هم داشان د (وژلې) د پروژې تعقیبول سبب شول زیاتره شننې د دې بیانونکې شي چې د عراق اوسني بدلونونه یوه پلان شوې او هدفمنده پروژه ده.

په عراق کښې حکومتي ضد اعترضونه په دغه هیواد کښې د اربعین د لاریون له پيلیدو سره هم مهاله شول. دا موضوع د دې بیانونکې ده چې د حسیني اربعین پراخ لاریون د ډیرو سترو مذهبي مراسمو په توګه په عراق کښې د اعتراضونو هدف ګرځیدلی دی. بل ټکی دا دی چې دا اعتراضونه له یوې خوا د یمن خلاف جنګ کښې د آل سعود له ماتې سره مخامخ شول او له بلې خوا ځینو معترضانو بیا د عراق په اعتراضونو کښې ایراني ضده شعارونه هم ورکړل. ځینې شناندي په دې باور دي چې آل سعود د عراقي معترضانو خلاف د تشدد تر شا ولاړ دی او هڅه کوي چې د یمن په جنګ کښې ماتې په عراق کښې د تاوتریخوالي په جوړولو سره جبیره کړي.

حشد الشعبي خلاف شعار چې د داعشي ترهګرۍ په ماتې کښې یې مهم رول لرلی دی، هم ښودنه کوي چې د عراق اعتراضونه د بهرنیو لوبغاړو تر ملاتړ لاندې ځینو کورنیو بهیرونو له خوا بې لارې کړی شوې دي. براثا نومې عراقي خبري آژانس په دې هکله ولیکل: درې ډلې لوبغاړي هڅه کوي چې د عراق مظاهرې له خپلې اصلې لارې وغړوي. وړومبی د بعث د منحل شوي ګوند تیر او اوسني مشران، دویم، الصرخیه چې په بغداد کښې د انګلستان او هالینډ له سفارتونو سره تړاؤ لري او د مرجعیت خلاف شعار ورکوي او دریمه ډله د عراق د سلبرټیانو ده چې د هیواد دننه او بهر په سپوږمکیزو چینلونو او ټولنیزو ویب سایټونو کښې د نظر څرګندونې دنده په غاړه لري.

وروستی ټکی دا چې همهغه ډول چې د عراق وزیراعظم عبدالمهدي وویل، د معترضانو غږ او غوښتنه واوریدل شوه او اوس حکومت په ولسي غوښتنو د غور او د هغو د پوره کولو لپاره ثبات او فرصت ته ضرورت لري کومې غوښتنې چې روا دي خو د دې حکومت او د تیرو حکومتونو د کړچار له امله نه دي ځکه عراق په تیرو دوو لسیزو کښې د امریکې له تیري او نیواکګرۍ او د داعشي ترهګرو له یرغل سره چې له عربي او عبري ملاتړه برخور وو، مخامخ و او یوازې له ۲۰۱۸ کال وروسته پّ کښې نسبي ثبات راغلی دی.

**

د لویدیځې آسیا د تیرې اونۍ یوه بله ډیره مهمه پیښه د یمن د وسله والو ځواکونو د ویاند جنرال یحیی سریع له خوا د نصر من الله د سترو عملیاتو اعلان و. دغه عملیات چې د روان کال له آګست میاشتې پیل شوې دي، د عربستان خلاف د یمنیانو ډیر ستر عملیات وو. د دغو عملیاتو لپاره له شپږو میاشتو راهیسې اطلاعاتي او استخباراتي کار وشه او په کښې له دوو زرو زیات سعودي لاس پوځي اسیران شول او همداشان څه باندې ۵۰۰ نور ووژل شول. د یمن پوځي ځواکونو او ولسي مبارزانو د نجران ولایت درې سوه کیلومیټره خاوره ونیوله او همداشان یې له سعودي تالي څټو نه ډیرې وسلې او تجهیزات هم په غنیمت ونیول.

په بقیق او خریص کښې د عربستان په تیلي تاسیساتو باندې له حملې یوازې یو څو ورځې وروسته د نصر من الله عملیاتو اعلان آل سعود ته سخت ګوذار ورکړ دا شان چې سعودي حکومت له دغه اعلانه وروسته په وړومبیو ورځو کښې هیڅ غبرګون ونه ښوده او په دوام کښې یې هم ترې انکار وکړ خو یمنیانو د سعودي تالي څټو د نیول کیدو انځورونه او ویډیوګانې خپرې کړې.

د لویدیځې آسیا د چارو کارپوه عبدالله شهبازي د ستمبر په څوارلسمه نیټه د سعودي په تیلي تاسیساتو باندې حمله د نوې مینځني ختیځ په رامینځته کیدو کښې د بدلانه یو پيچومی بولي چې په سیمه کښې یې د ځواکونو د انډول څرخیدل د سعودي او اماراتي تیري ګرو جنګ غواړو خلاف او د د یمني مبارزانو په ګټه وښایه.

که په بقیق او خریص کښې د ارامکو په تاسیساتو باندې حملې د آل سعود لپاره دروند اقتصادي ګوذار درلود نو نصر من الله عملیات د هغوي لپاره سخت روحي او نفسیاتي تاوانونه درلودل ځکه چې له یوې خوا یې وښودله چې یمنیان، هم له ځمکې او هم له هوا څخه په سعودي عربستان باندې د حملې توان لري او له بلې خوا یې وښودله چې سعودي تالي څټي د یمني ځواکونو په اپوټه جنګیدو ته نه دي تیار. بل ټکی دا چې دې عملیاتو وښودله چې یمنیان سټراټیجکې دفاع ته رسیدلې دي داشان چې هم د ځان د ساتلو او هم د درنو حملو توان لري.

په دې وجه اوس آل سعود باید د یمن خلاف د جنګ د ختمولو په فکر کښې وي څو د لازیات تاوان له زغملو وژغورل شي. په هم دې لړ کښې د ولیعهد محمد بن سلمان په شمول د عربستان ځینو چارواکو تیره اونۍله اوربند سره د خپلې موافقې په هکله پیغامونه یمنیانو ته ولیږل.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه