روسیه او د ادلب مسئله (دویمه او وروستۍ برخه)
(last modified Sun, 08 Mar 2020 00:17:43 GMT )
Mar 08, 2020 04:47 Asia/Kabul
  • روسیه او د ادلب مسئله (دویمه او وروستۍ برخه)

د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په وروستیو کښې د سوریې د حلب ولایت په ځینو سیمو کښې او ورپسې د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه په دغه هیواد کښې د ترهګرو د وروستۍ اډې په توګه په اِدلِب ولایت کښې د ترهګرو ډلو له سپیره شتونه د دغو سیمو د پاکولو په موخه د سوریې او د هغې د ملاتړو هیوادونو پوځي عملیات پیل شول.

د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په وروستیو کښې د سوریې د حلب ولایت په ځینو سیمو کښې او ورپسې د ۲۰۲۰ کال له جنورۍ څخه په دغه هیواد کښې د ترهګرو د وروستۍ اډې په توګه په اِدلِب ولایت کښې د ترهګرو ډلو له سپیره شتونه د دغو سیمو د پاکولو په موخه د سوریې او د هغې د ملاتړو هیوادونو پوځي عملیات پیل شول.

خو ترکیې چې د دغه کار مخالفه ده، د سوریې د پوځ له پراخ پرمختګ سره هم مهاله یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه ادلب ته لازیات ځواکونه واستول او د سوري پوځ د ګواښلو په ترڅ کښې په ادلب کښې د هغوي د عملیاتو د سمدستي بندیدو غوښتنه یې وکړه. په عین حال کښې دمشق د ماسکو په ملتیا د ترکیې او لویدیځ د ملاتړوړ ترهګرو د وروستي سنګر د پاکونې هوډ کړی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مارچ په دویمه نیټه مدعي شو چې په سوریې کښې د ترکیې پوځي شتون د دغه هیواد د نیواک لپاره نه دی بلکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه دی. ترکیې په عین حال کښې د دې ادعا په مطرح کولو سره چې د سوریې د پوځ حملې د ملکي وګړو د بې کوره کیدو او په نتیجه کښې د ترکیې په لور یې د کوچیدو سبب کیږي، خپل پوځي ځواکونه ادلب ته لیږلې دي او په دغه ولایت کښې پوځي تحرکات کوي او دا هغه کار دی چې د سوریې او هم د روسیې له سخت اعتراض سره مخ شوی او د پایلو په اړه یې تل انقرې ته خبرداری ورکړی شوی دی.

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې ماسکو د سوریې په ادلب ولایت کښې په ملکي وګړو باندې د روسیې د حملو په هکله د انقرې ادعاوې په کلکه ردوي. هغې په دې هکله د ترک ولسمشر اردوغان د وینا په غبرګون کښې چې په ادلب ولایت کښې د سوریې د حکومتي ځواکونو او د روسي پوځ زیاتره حملې په غیرپوځي خلکو کیږي، ټینګار وکړ: مونږ دا ډول ادعاوې نه منو او خپل دریځونه په ډاګه بیانوو.

په حقیقت کښې ترکیه د ترهګرو په سنبالولو او ملاتړ سره د هغوي د اصلي ملاتړې په توګه او په ورپسې پړاؤ کښې په نیغ په نیغه پوځي مداخلې سره د سوریې مقابلې ته راپورته شوې ده او دا چاره د روسیې د نیوکو او څرګندو خبرداریو سبب شوې ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

کوم بدلون چې په ادلب کښې د پیښو د بهیر د چټکیتا او د ترکیې او سوریې د مخامخ پوځي مقابلې او د روسیې د دریځنیونو د سختیدو سبب شو، په هغو ترک پوځیانو باندې د سوريې د جنګي الوتکو هوايي حمله وه چې د ترهګرو ترڅنګ د سوریې او د هغې د ملاتړو د پوځ خلاف په جنګ اخته دي. د فرورۍ په اوویشتمه د جمعې په شپه په ادلب کښې د ترکی د پوځ په سنګرونو باندې د شام په هوايي برید کښې لږترلږه ۳۳ ترک پوځیان ووژل شول. د روسیې دفاع وزارت د فرورۍ په اتویشتمه نیټه وویل چې وسله والو او ترهګرو ډلو د زیارت په ورځ په ادلب کښې د سوریې د پوځ په سنګرونو باندې درنې حملې کړې وې او هڅه یې وکړه چې د هغوي دفاعي کرښې ماتې کړي. په دغه خبرپاڼه کښې د سوریې په پوځ باندې پر بریدکونکو عناصرو باندې په هوايي حملو کښې د دترک پوځیانو د مرګ ژوبلې په هکله ویل شوې دي: انقرې په ادلب کښې د خپلو پوځیانو د شتون په هکله مونږ ته اطلاع نه وه راکړې. ترک عسکرو ته نه وو پکار چې هلته شتون ولري. د ترکیې ځواکونه د هغو وسله والو عناصرو په منځ کښې وو چې په ادلب باندې په هوايي بریدونو کښې په نښه شول. د روسیې د دفاع وزارت په بیانیه کښې څرګندونه شوې چې د روسیې هوايي ځواکونو په دغو سیمو باندې د جمعې د شپو په هکله کښې هیڅ رول نه دی لوبولی.

ترکیې ادعا کړې چې سوري الوتکو په ادلب کښې د دغه هیواد په پوځي پوسټو باندې په معلومه توګه حمله کړې ده. خو پوښتنه دا ده چې که په رښتیا هم داسې ده نو د ترکیې ګڼو پوځیانو د هغو ترهګرو عناصرو په مینځ کښې څه کول چې د سوریې په ځواکونو یې حمله کړې ده؟ له تیري ګرو ترک پوځیانو سره د سوریې د پوځ پریکنده چلند د انقرې د لوړرتبه چارواکو قهر راپارولی دی. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ادلب کښې د ترکیې د لس هاؤ پوځیانو وژل کیدو ته په اشارې سره وویل: که د سوریې پوځیان له ادلبه شاتګ ونه کړي نو د ترکیې د پوځ له پریکنده ځواب سره به مخامخ شي. اردوغان د سوریې له قانوني حکومته او د دغه هیواد له پوځه غواړي چې د خپلې خاورې له یوې برخې شاتګ وکړي. نو پوښتنه دا ده چې هغه په کوم بنیاد دمشق ته د داسې کار حکم ورکوي؟

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

له بلې خوا د ادلب د مسئلې په لړ کښې د ترکیې د غیرقانوني اقداماتواو دریځنیونو په وړاندې ماسکو له دمشقه په ملاتړ کښې یو پریکنده دریځ غوره کړی او په عین حال کښې په عملي توګه د سوریې د پوځ په تیره بیا د دغه هیواد د هوايي ځواک سره یوځاې د ترهګرو د سنګرونو خلاف پراخو بریدونو کښې فعاله ونډه لري.

د روسیې د ولسمشر د دفتر ویاند دیمیتري پسکوف وویل: د سوریې د کړکیچ په هکله د ماسکو په دریڅ کښې هیڅ بدلون نه دی راغلی او هم هغه دریځ دی چې ولسمشر ولادیمیر پوټین او خارجه وزیر سِرګئي لاوروف په ځلونو تکرار کړی دی. مونږ د سوچي په موافقې پابند یو او د ترهګرو خلاف جنګ کښې له سوریې ملاتړ کوو.

ماسکو د دمشق د ملاتړې په توګه نه یوازې ترکیه په ادلب ولایت کښې د وروستیو پیښو لامل معرفي کړې بلکې د ترهګرو له منګولو د دغه هیواد د خاورې د آزادولو لپاره یې د سوریې د پوځي عملیاتو ملاتړ کړی دی. روسي خارجه وزیر سرګئي لاوروف وویل: د سوریې پوځ دا حق لري چې په ادلب کښې له ترهګرو سره مقابله وکړي.

*/*/*/*/*/*/*/*/**

انقرې په ادلب کښې په خپل اوسني کړچار باندې یعنې  له ترهګرو ډلو په هراړخیز ملاتړ او حتی د سوریې له پوځ سره په مستقیمې نښتې باندې په ټینګار سره یوه داسې خطرناکه لوبه پیل کړې ده چې بلآخره په ادلب ولایت کښې د روسیې او ترکیې د ځواکونو د مقابلې سبب ګرځیدی شي.

د روسیې دفاع وزارت هم په ادلب کښې له وروستیو شخړو وروسته ترکیه په دغه ولایت کښې د حالاتو د خرابیدو لامل معرفي کړې او له دغه هیواده یې وغوښتل چې د سوچي د موافقو په چوکاټ کښې پر خپلو ژمنو پابنده ووسي. د روسیې دفاع وزارت په دغه بیانیه کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې روسي ځواکونه په سوریې کښې د سوچي د موافقو په اساس پر خپلو دندو عمل کوي او هغه څه چې په ادلب کښې د حالاتو د کړکیچنیدو سبب شوې دي، د سوریې دغه ولایت ته د ترکیې له پولو څخه د ټاکونو او پوځي ګاډو په شان د وسلو انتقال دی، ټینګار وکړ چې د سوریې په شمال لویدیځ کښې د وروستیو حالاتو مسئوله، ترکیه ده.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د سوریې د پوځ له خوا د ادلب د آزادولو له عملیاتو په ملاتړ کښې د روسیې پریکنده دریځ د ادلب په هکله د امنیت شورا به وروستیو غونډو کشې هم تکرار شو او د لویدیځو هیوادونو په ظاهره د زړه سواندي دریځ په وړاندې چې د ادلب ولایت له خلکو د ملاتړ او د هغوي له کډوالۍ د اندیښنې مدعي شول، روسیې له ترهګرو د ادلب په بشپړې پاکیدنې ټینګار وکړ.

له بلې خوا د امنیت شورا لویدیځو دائمي غړو هیوادونو یعنې امریکې، فرانسې او برطانیا په ادلب کښې د نښتو د سمدستي بندیدو غوښتنه کړې ده چې البته منظور یې د ترهګرو په ګټه له ادلب ولایته د سوري ځواکونو شاتګ دی.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم په ادلب ولایت کښې د ترک پوځیانو په سنګرونو باندې د حملو په غندلو سره یوه خبرپاڼه خپره کړې او وايي چې په ناټو کښې د خپل انډیوال ترڅنګ ولاړ یو.

اروپايي اتحادیې هم د انقرې، دمشق او ماسکو په مثلث کښې د شخړې له زیاتیدو وروسته په ادلب ولایت کښې د جنګ د پراختیا په نسبت چې په سوریې د وروستي جنګ په توګه یادیږي، خبرداری ورکړ. هم داشان د ناټو سرمنشي هم د دغه پوځي سازمان له بیړنۍ غونډې وروسته له ترکیې ملاتړ وکړ. په عین حال کښې په دغو کښې هیڅ یو هم په ادلب کښې د ترکیې په ګټه د پوځي مداخلې نیت نه لري او دا هغه موضوع ده چې انقره یې په قهر کړې او په هم دې وجه ترکیې په اروپايي اتحادیې باندې د دباؤ لپاره خپلې پولې خلاصې کړې څو زرګونه پناه غواړي د یونان له لارې اروپايي هیوادونو ته لاړ شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

په ادلب ولایت کښې د وروستیو بدلونونو په وړاندې د امریکې او روسیې دریځونه د سوریې په ډګر کښې د دواړو لوبغاړو د متعارض کړنلارو نښه ده. امریکایانو چې په ناټو کښې اصلي او لور ورکونکو رول لوبوي هڅه وکړه چې د ناټو په وروستیو غونډو کښې د خپلو غوښتنو په لړ کښې په دغه پوځي سازمان کښې د ترکیې د پوځي عملیاتو په وړاندې د ناټو د نورو غړو هیوادونو تایید ترلاه کړي او په عین حال کښې د سوریې په شمال لویدیځ کښې له ترکیې د عملي ملاتړ په لړ کښې د ناټو د راتلونکو اقدماتو په  باب د سوریې او روسیې حکومتونه وګواښي.

لویدیځوالو د خپلو عربو انډیوالانو په ملتیا د سوریې د قانوني حکومت د پرزولو په موخه له ترهګرو ډلو په هراړخیز ملاتړ سره په دغه هیواد کښې د کړکیچ او کورني جنګ په جوړولو کښې اصلي رول لرلی دی چې البته د هغوي دغه هلې ځلې پس له اتو کلونو له ماتې سره مخامخ شوې دي.

له بلې خوا روسیې د دمشق په بلنه د ۲۰۱۵ کال له ستمبر میاشتې راهیسې په شام کښې پوځي شتون پیل کړی او د ترهګرو ډلو د نابودولو په لړ کښې یې اغیزناک اقدامات کړې دي. اوس چې د سوریې پوځ د خپلو ملاتړو په ملتیا د ترهګرو له منګولو د خپل ادلب ولایت د پوره آزادولو په لټه کښې دی، ترکیه د ترهګرو د ملاتړي په توګه هلې ځلې کوي او له ترهګرو په هراړخیز ملاتړ سره یې نیغ په نیغه د سوریې له پوځ سره د جنګ ډګر ته وردانګلې دي. او دا هغه اقدام دی چې نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف دی بلکې کوی شي چې په ادلب کښې د جنګ لمن پراخه کړي او د دواړو هیوادونو د پوځونو د مخامخ جنګ لامل شي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

د سوریې د ادلب د حالاتو په وړاندې د روسیې او ترکیې متعارضو دریځونو ته په پام سره انقره هڅه کوي چې د دغې سیمې په سر له ماسکو سره یو ډول موافقې ته ورسیږي.

خو اوس په ادلب کښې د سوریې او د هغې د ملاتړو د پوځي عملیاتو په لړ کښې د ترکیې او روسیې ترمینځ ورځ په ورځ زیاتیدونکې شخړې ته په پام سره چې په ترهګرو ډلو یې ډګر تنګ کړی دی، ترک ولسمشر اردوغان په دې لړ کښې خپل روسي همرتبه پوټین سره د دوه اړخیزې صلاح مشورې نیت لري.

د ترکیې ولسمشر د مارچ په دویمه نیټه هیله وښودله چې له پوټین سره په خپل ملاقات کښې په ادلب کښې د اوربند موافقه ترلاسه کړی شي. اردوغان په دې ادعا سره چې د ترکیې پوځ له هغو کسانو سره چې ځواکونه یې ورله په سوریه کښې هدف وګرځول مقابله کوي، وویل: رامینځته شوي بدلونونه به له پوټین سره وڅیړم. هیله مند یم چې زر تر زره اوربند یا نورو اړوندو اقداماتو ته ورسیږو.

په عین حال کښې د ماسکو له خوا اعلان شوي څرګند دریځ ته په پام سره پوهیدی شو چې پوتین به د اردوغان د زیاته غواړو غوښتنو په وړاندې پریکنده دریځ غوره کړي او له ادلبه د ترک پوځیانو د وتلو او له ترهګرو د ترکانو د ملاتړ د بندیدو غوښتنه به وکړي.

حتی که د ادلب د حالاتو په هکله د دغو دواړو هیوادونو د مشرانو ترمینځ کومه لنډمهاله موافقه و هم شي نو دغه کار به د ادلب ولایت په شمول د سوریې په ټولې خاورې باندې د دغه هیواد د قانوني حکومت د واکمنۍ د لازموالي او هم په ادلب کښې له دیره ترهګرو ډلو په تیره بیا جبهة النصره سره چې خپل نوم یې په هیئت تحریر الشام بدل کړی دی، د پریکنده مقابلې د ضرورت په هکله د روسیې د اصولي دریځ او کړنلارې د بدلیدو په معنا نه وي.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه