په اینټرنیټ د واکوالۍ خوب
(last modified Wed, 08 Dec 2021 12:40:12 GMT )
Dec 08, 2021 17:10 Asia/Kabul
  • په اینټرنیټ د واکوالۍ خوب

مټاورس (Metaverse) هماغه لوړالوت کونکي پروژه ده چی زاکربرګ او ټیم یې دغه بدلون ته مجبوره کړ .

په اوسنی وضعیت کې له اینترنیټ او ټولنیزو شبکو استفاده له نورو سره د خپلو شخصی معلوماتو د شریکولو په معنا دی . په هره استفاده کې زمونږ مکانی موقعیت مشخص کیږی ، په هر لټون سره زمونږ د پام وړ موضوګانې ثبت کیږي او هغه پیر پلور چی کوو زمونږ د ژوند سټایل تر ډیره حده پیژندل کیږی . خو د مارک زاکربرګ په نوی ایډیا مټا کې به د کاربرانو په کړچار د زیات کنټرول امکان موجود وي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

مارک زاکربرګ د نومبر په درشل کې اعلان وکړ چی فیس بوک د مټا په نوم بدل شوی دی . هغه وویل زمونږ اوسنی نوم د هغه ټولو څیزونو بیانونکې ندې چی نن یې ترسره کوو ، او باید بدل شی .

مټاورس (Metaverse) هماغه لوړالوت کونکي پروژه ده چی زاکربرګ او ټیم یې دغه بدلون ته مجبوره کړ . دغه ښکارنده د ټیکنالوجۍ په دنیا کې په یوه پراخ انقلاب پسې ده . مټا په یونانۍ ژبه کې د اړخ اووراخوا معنا ورکوی . البته د فیس بوک په دغه بدلون سره له مینځه ندې لاړ . فیس بوک نن د انسټاګرام ، واټساپ وغیره په شان یو اجتماعی پلیټفارم دې چی د مټا د مور شرکت تر ټولګې لاندې راځی .

خو دغه بدلون یوازې د یوه لوګو یا نوم د بدلیدا تر حده ندې بلکې د نورو پروژو پیل بلل کیږی چی په دو اصلی حوزو ، د اپلیکشنونوکورنۍ او راتلونکي پلیټفارمونو کار کوی . د راتلونکیو پلیټفارمونومطلب هماغه مټاورس دې . زاکربرګ وایی هیله من یم د وخت په تیریدو سره د یوه مټاورس شرکت په توګه ولیدل شو . مونږه غواړو خپل کار او هویت د هغه څه په اساس چی جوړو یې ، تثبیت کړو .

د مټاورس ټکې د لومړی ځل لپاره په ۱۹۹۲ کال د سنو کریش په ناول کې چی د نیل سټیفنسن اثر دې ، بیان شوه . له مفهمومی نظره هرڅومره فیزیکی اړخ کم رنګه او غیرفیزیکی اړخ پررنګه شی ، مونږه له مټاورس سره نږدې او له نږدې کیږو . مټا به د ارتباطاتو په حوزه کې  له اغیزه پرته ، د ژوند په ټولو چارو او حتی د حکومتونو د واکوالۍ په روده کې جدی اغیزې وشنیدي .

مټاورس ظاهرا په بدلون پسې دې ، د دیجیټالی واقعیت په نړۍ کې ستر بدلون . دې ځل مقرره ده چی زیات واقعیت یعنی AR د مجازی واقعیت یعنی VR مرسته وکړی تر څو نوی او متفاوته تجروبه وکړی . مجازی واقعیت په بشپړه مجازی او تخیلی دې خو زیات واقعیت مرسته کوی چی غږ ، بصری عناصر او د وګړی نور حسونه ، د هغه په کارنده تجروبه کې شامل شي . د زاکربرګ په وینا اجتماعی رسندوې ، انلاین لوبې او دیجیټل کرنسی هم په دغه جوړښت کې راځی تر څو کاربران د مجازی تعامل ټینګولو امکان ولرلې شي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

Image Caption

 

ظاهرا د زاکربرګ ترجیح دا دې چی د نویواو هیجان راپارونکیو محصولاتو په اړه فکر وکړی تر دې چی د موجودو پلیټفارمونو له مشکلاتو سره بلد او هغه حل کړې شي . په عین حال کې داسې دلایل شته چی ښی باید مټاورس جدی وبولي . تر ټولو مهم دلیل تاریخی دلیل دې . هر څومره چی د کمپیوټرونو وړتیاوې زیاتیږي ، هغه ازمښتونه چی له هغو سره ترسره کیدلې شي او هغه تجربیات چی کاربر ته ورکوي ، زیاتیږي . اینترنیت خپل عمر په یوه تور بیګراونډ د یوې سبینې جملې په ښودلو سره پیل کړ او هغه پرمختګ چی اوس یې شاهدان یو ،ډیر زیات دې .

په ۱۹۹۰ میلادی لسیزې کې ډیروغټو موبایلونو پورې ملنډې وهلې خو اوس سمارټ فونونه د تاریخ بهترین سیټونه بلل شوی دي . په عین حال کې دا توضیحات په دې معنا ندي چی هر فکر به خامخا بریالې وی خو په پریکنده توګه ویلې شو چی نړۍ به په راتلونکی کې له هغو ایدیاګانو جوړه شي چی باید ورته جدی کتنه ولرلې شو .

شاید له ځان سره فکر وکړئ چی ولې فیسبوک چی اینسټاګرتام ، واټس اپ او ځینېنورې ټلګې هم لري ، داسې متفاوتو ایډیاګانو اوالبته تر یوه حده خطرناکو پانګونوپه لور ورغلې دې ؟

د دې یو دلیل د ځوان نسل د کاربرانوجذبول دي . د هغه څه په اساس چی زاکربرګ اعلان کړی دي د مټا یو اصلی سیاست د ځوانو کاربرانو جذبول او ساتل دي . پام وکړو چی فیسبوک او حتی اینسټاګرام له دیرشو کلونو کم عمره کسانو ترمینځ محبوبې ټولینزې شبکې ندي او په ځوان نسل کې د ټیک ټاک او سنیپ چټ په شان فضاګانې زیات محبوبیت لري . داسې ښکاری زاکربرګ دغې نتیجې ته رسیدلې دې چی که د مټا ټولګه وکولې شی ځوانان له وی ار کیمرو او هورزن اجتماعی شبکې استفادې ته جذب کړي نو راتلونکیو نسلونو لپاره د اجتماعی شبکوپه زمنیه کې خپل مخکښ توب وساتلې شی .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««

بل مورد د کاربرانو معلوماتوته لاس رسی له کومېستونزې پرته ده . فیسبوک د کلونو لپاره په اسانۍ سره زیات معلومات ترلاسه کولې شول ، خو په وروستیو کلونو کې د خپل خصوصی حریم په نسبت د کاربرانو حساسیت ته په پام سره په دغه وضعیت کې بدلون رامینځته شوې دې . د بیلګې په توګه همدا اوس هغه کاربران د اپل له فونونو استفاده کوي خپل موبایل فون په دې ډول برابرولې شی چی فیسبوک کمو معلوماتو ته لاس رسی ولرلې شي . دغه محدودیت د فیسبوک په شان شرکتونو لپاره جدی خنډ دې ځکه چی که له خپلو کارونکیو ، فعالیتونو ، دلچسپیو او د هغو اړتیاو په اړه معلومات ترلاسه نکړې شي ، د تبلیغ په برخه کې به زیات چیلنجونه ولرلې شی .

له قضایی دوسیو  او کشمکشونو واټن اخیستل په اینترنیت د حاکمیت لپاره د پروګرامونو د طراحۍ له دلایلو دی . فیسبوک په وروستیو کلونو کې  د خصوصی حریم ، له دروغو خبرونو سره د مبارزې او ځینو ډلو د فعالیت په محدودولو سره ډیر مسایل درلودلی دي او د فیسبوک د لارې بدلولو یوه برخه په همدې وجه کیدلې شی .

نوې نوم او د باور اخیستل تر یوه حده تاوانی اجتماعی څیره ښه کولې شی .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

همدغه موضوع سبب شوی ده چی د فیسبوک ټولګه په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې څو شرکتونه واخلی . تر دې ځایه فیسبوک کابو په دې برخه کې لس زره کارکونکي درلودل . هماغه ډول چی نیویارک ټایمز راپور ورکړی د مټا ټولګه غواړی همدومره شمیر نوې ځواک په خپلو اروپایی دفترونو کې وکاروی او البته د دې په څنګ کې په دې برخه کې د لس میلیارډ ډالری پانګونې نیت لري .

ځینې دا خیال کوی د دغو بدلونو په اړه د اندیښنې اعلان لږ ژر دې خو حقیقت دا دې چی د فیسبوک مخنیې او البته ځای ته په پام سره چی مجازی فضا همدااوس زمونږ په ژوند کې لري ، لږ تر لږه د څو موضوګانو په اړه اندیښمن ووسو .

په موبایل او اینترنیت د روږدی کیدا موضوع همدااوس جدی موضوع ده . په ۲۰۲۰ کال کې د تایوانی څیړاندو مطالعې په دې حوزه کې تمرکز درلود او ویې ښودله چی کابو ۷ فیصده خلک په اینترنیت روږدی دي . اندیښمنونکی خبره دا ده چی دا په وروستیو کلونو کې تل مخ په ودې وه او داسې نه ښکاری چی هغه د ودې چټکتیا کمه شي . له بل پلوه مطالعې ښی چی په اینترنیت روږدی کیدا د خوب مشکلات تر دوه برابره زیاتوی او د خوب د وخت له کمیدا سره ارتباط لري . په ۲۰۱۷ کال کی یوه بله مطالعه ښی چی په اینترنیت د روږدی کیدا او یوازیتوب او انزواترمینځ ارتباط وجود لري او دا یوه بل بیاوړې کوي . ځینې نور مطالعات هم په اینترنیت د روږدی کیدا او سټریس ترمینځ د ارتباط خبره کوی .

پر دې سربیره زمونږ خصوصی حریم هم له خطرو سره مخامخ دې .له اینترنیت او اجتماعی ټولنو  استفاده له نورو سره د خپلو شخصی معلوماتو د شریکولو په معنا دی . په هره استفاده کې زمونږ مکانی موقعیت مشخص کیږی ، په هر لټون سره زمونږ د پام وړ موضوګانې ثبت کیږي او هغه پیر پلور چی کوو زمونږ د ژوند سټایل تر ډیره حده پیژندل کیږی . خو د مارک زاکربرګ په نوی ایډیا مټا کې به د کاربرانو په کړچار د زیات کنټرول امکان موجود وي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

مهم مورد په اخلاقو د مالی ګټې ته په ترجیح ورکولو کې د زاکربرګ منفی مخینه ده . فیسبوک تراوسه په دې زمینه کې دوې دوسیې لري . لومړنۍ دوسیه له کمبریج انالیتیکاسټ شرکت سره د هغه ګډ مورد دی . په دغه دوسیه کې فیسبوک تورن دې د خپلو ۸۷ میلیون کاربرانو معلومات یې دغه شرکت ته ورکړي دي . دغه شرکت د امریکا د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې له دغو معلوماتو د ټرمپ په ګټه په انتخاباتو کې د لاس وهنې لپاره استفاده کړی ده .

دوهمه دوسیه د فیسبوک د پخوانی کارکونکی فرانسیس هوګن وروستۍ جوتونې دي . د هغه څه په اساس چی تر ننه مشخص شوی ، فیسبوک په داسې حال کې چی د کرکې خپرونکيو مطلبونو د حذفولو امکان لري او د افراطي ډلو او همداراز جعلی او دروغو خبرونو د خپریدا مخنیوې کولې شی خو په بیلا بیلو موقعیتونو کې یې د خپلو مالی ګټو په خاطر داسې اخلاقی مسولیتونو ته ترجیح ندې ورکړی .

اوس دغسې تجروبو ته په پام سره یوشمیر کارپیژاندي په اندیښنې سره د مټا ټولګې نوی ایډیاګانې تعقیبوی او له ځانه پوښتنه کوی د زاکربرګ او په مجازی فضا د هغه د همفکرانو زیاته سلطه به د کاربرانو لپاره کوم راتلونکی ولرلې شی ؟

د راتلونکی لپاره د مبارزې فاونډیشن یو فعال ایوان ګریر وایی په اسانۍ سره د فسبوک د مټا اعلامیه له هغو ټولو رسوایانو د واټن اخیستلو لپاره بدبینانه او ځان منمه هڅې په توګه چی دغه شرکت ورسره مخامخ دې ، ولیدل شی .

په دغه اعلامیه کې برګ خپله وروستي لوبه په ډاګه کړی ده او په ډاګه وایی پروګرامونه یې یوازې په ننی اینترنیت د سلطې لپاره ندي بلکې د سبانی اینترنیت د کنټرول او تعریف لپاره دي چی مونږه یې خپلو بچیانو او د خپلو بچیانو ، بچیانو ته ورسپارو .

جیمل حسین بنګش

 

 

ټیګونه