د رڼا سرچینې
(last modified Tue, 25 Oct 2022 06:00:17 GMT )
Oct 25, 2022 10:30 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې

د قرآني آیتونو شانِ نزول – دریمه برخه

د رڼا سرچینې تر عنوان لاندې لړۍ له یو بل پروګرام سره مو په خدمت کښې یو، نن د قرآني آیتونو د شانِ نزول په اړه د تیرو پروګرامونو په دوام کښې د بقرې د مبارکې سورې د ۸۹ او ۹۰ مبارکو آیتونو د شانِ نزول جاج اخلو، په دې هیله چې دا لیکنه مو د خوښې او ګټې وړ وګرځي.

*/*/*/

له بعثته څلور سوه کاله مخکښې د «اوس» او «خزرج» په نامو دوه قبیلې مخکښې له دې چې په خپلواکو قبایلو بدل شي، یثرت ته راغلې. پلار یې «حارثه» سیمې ته له رسیدو وروسته د یثرب له واکمنانو سره په یو تړون کښې اجازه ترلاسه کړه چې د دغه ښار په خوا کښې پاتې شي. په هغه زمانه کښې په یثرب کښې د یهودو یوه ډله اوسیدله او د ښار ټول کنټرول د هغوي په لاس کښې و. د وخت په تیریدو سره د حارثه اولادونه له یو بله بیل شول او داشان (اوس) او (خزرج) دوه قبیلې جوړې شوې او هرې یوې د یثرب ښه آب و هوا لرونکې سیمې ونیولې او په کښې یې کرهڼه پیل کړه.

له اوس او خزرج قبیلو سره د یهودیانو اړیکې په اول کښې ښې وې. هغوي د «حلف و جوار» دود له مخې چې کمزورې قبیلې به یې په یو لړ تړونونو سره له پياوړو قبایلو سره نښلولې، د یثرب د یهودیانو په پناه کښې راغلل. ډیره موده دغه شان تیره شوه او د اوس او خزرج قبیلو د نفوسو شمیر زیات شو او شتمن هم شول. دغه وخت یهودي قبایل د هغوي له ترقۍ او پراختیا وویریدل او خپل تړون یې ورسره مات کړ او له عرب قبایلو سره یې دښمني پیل کړه.

د یثرب د یهودیانو واکمن د « فِطْیَوْن» په نامه یو بدصفته او خبیث کس و. د هغه بدو او ناروا کړچارونو خلک دومره تنګ کړل چې د هغه د وژلو فیصله یې وکړه او د خزرج قبیلې «مالک‌بن عَجلان» نومي کس دغه فیصله عملي کړه او هغه یې ووژه. بیا په ډیره بیړه د یمن د باچا «تُبَّع‌بن حَسّان» خوا ته لاړه او له هغه نه یې د یثرب له یهودیانو سره د مقابلې لپاره مرسته وغوښتله. «تُبَّع» له خپل لښکر سره د یثرب په لور روان شو او د اوسیانو او خزرجیانو په مرستې سره یې د ښار کنټرول ترلاسه کړ. داشان د ښار حالت بیخي اپوټه شو او یهودیانو په مصیبت اخته شول. په داشان حالاتو کښې به یې هغوي ګواښل چې ډیر زر به په دې سیمه کښې یو پیغمبر مبعوث شي او مونږ به ستاسو له ظلم او ستم څخه خلاص کړي.

د سوره بقره ۸۹ آیت د موعود پیغمبر په راتګ او ظهور سره په اوس او خزرج باندې بري ته د یهودو هیله بیانوه او فرمايي: او کله چې د خدای له خوا هغوي ته یو کتاب راغی چې هغه نښې یې تصدیقولې چې له ځان سره یې لرلې، له له دې مخکښې یې ځان ته پر کافرانو د بري زیری ورکوه، چې د هغه په مرستې سره پر دښمنانو بریالي شول.

*/*/*/*/

امام جعفر صادق علیه السلام د سوره بقره د ۸۹ آیت په هکله فرمایلي دي: یهودو په خپلو کتابونو کښې لیدلي وو چې د اسلام د پیغمبر د هجرت ځاې به (د مدینې دواړو لورو ته د موجودو غرونو) عیر او احد ترمینځ وي نو په دې وجه هغوي له خپلې سیمې ووتل او د رسول الله(ص) د مهاجرت د ټاټوبي په لته کښې شول، په دې لټون کښې د «حداد» په نامه یو غر ته ورسیدل او ویې ویل: حداد هم هغه «احد» دی، نو بس په هم دغې سیمې کښې خواره شول او هره یوه ډله په یو لوري کښې دیره شوه. ځینې په «تیما» سیمه کښې، ځیني په «فدک» او ځینې نور په «خیبر» کښې استوګن شول.

کوم کسان چې په «تیما» کښې دیره شوي وو هغوي د خپلو وروڼو د لیدو تابیا وکړه، دغه وخت یو عرب سړی د اوښانو له یوې قافلې سره له سیمې تیریده، له هغه نه یې اوښان په کرایه واخیستل او ورته یې وویل: کله چې د «عیر» او «احد» په نامو دوو غرونو مینځ ته ورسې نو مونږ خبر کړه.

عرب سړی چې کله د مدینې ټاټوبي ته ورسیده نو ویې ویل چې دا هم هغه خاوره ده، بیا یې له هغو دوو نه یو غره ته اشاره وکړه او ویې ویل: دا «عیر» دی او بیا یې ورته د ګوتې په اشاره د «اُحُد» غر وښوده. یهودیانو له اوښانه کوز شول او ویې ویل: مونږ خپل مقصد ته ورسیدو، نور ستا اوښانو ته ضرورت نه لرو او ته تلی شې. بیا یې خپلو وروڼو ته یو لیک ولیکه چې مونږ هغه ټاټوبی ومونده او تاسو هم زمونږ په لور راشئ. خو هغوي چې په نورو سیمو کښې استوګن شوي وو، د دوي په ځواب کښې ولیکل: مونږ دلته کورونه جوړ کړي او د ژوند چارې مو برابر کړې دي او ستاسو له دغې سیمې ډیر لرې نه یو. هر کله چې موعود پیغمبر دې سیمې ته هجرت راوکړي مونږ به سمدستي درشو.

*/*/*/*

څه موده پس د حارثه اولادونه یثرب ته راغلل. اول خو ورسره یهودیانو صلحه ایز چلند درلود خو ورو ورو یې د هغوي ځورول پیل کړل داشان چې د یمن باچا«تُبَّع» د عرب قبایلو د ملاتړ لپاره له یهودیانو سره جنګ پیل کړ. یمني لښکریانو یهودیان چې په خپلو قلاګانو کښې مورچه شوي وو، محاصره کړل. هغوي له مجبورۍ نه تسلیم شول او «تُبَّع» ته ورغلل او ورته یې وویل: دا د هغه پيغمبر د هجرت ځاې دی چې له هغه پرته هیڅوک په دې خاوره د مشر په توګه نه شي پاتې کیدې.

له هغه وروسته به هم چې هر کله د اوس او خزرج قبیلو له ظلم سره مخامخیدل، هغوي ته به یې ویل چې هر کله وروستې پیغمبر مبعوث شي نو تاسو به زمونږ له وطنه وباسي خو کله چې حضرت محمد مصطفی(ص) مبعوث شو نو اوس او خرج چې په انصارو مشهور شول، په هغه ایمان راوړه او یهودیانو ترې انکار وکړ.

*/*/*/

دا څه چې د دغو آیتونو د شانِ نزول په هکله وویل شول د عبرت یو درس دی د ټولو حق لټونکو او د موعود د منتظرانو لپاره چې پوه شي او پوه شو د خپلې خود پرستۍ او ځان منمۍ سره سره د هدایت په لاره باقي نه شي پاتې کیدې. یهودیان چې یوه ورځ یې په دې ویاړ کوه چې یو پیغمبر به مبعوث کیږي او دوي به یې خاص ملګري وي خو د تعصب او ځیل او دنیا پرستۍ په وجه د دښمنانو په لیکه کښې شامل شول حال دا چې لرې خلک یې چاپیره راغونډ شول او په ملګرو کښې یې شامل شول.

متعال خدای د بقرې د مبارکې سورې په ۸۹ او ۹۰ آیتونو کښې فرمايي: او کله چې دوي ته له خدايه کتاب (قرآن) راغی چې د هغه شي (تورات) تصديق کوونکې دے چې دوي سره دے او له دې مخکښې به يې (تل د دې په وسيله) په هغه کسانو چې کفر يې کړې ؤ فتح غوښته  نو کله چې ورته هغه څوک راغی چې پيژندلے يې ؤ له هغه يې انکار وکړ نو په کافرانو دې د الله لعنت وي. ځانونه يې په بد شي خرڅ کړل چې له هغه شي (قرآنه) منکر شول چې خدای راستولے دے د ضد او ظلم له امله په دې چې خدای  خپل فضل (کتاب او وحي) له بندګانو څخه هر چاته چې وغواړي ورکوي نو د يوۀ غضب لپاسه د بل غضب وړ شول او د کافرانو لپاره سپکوونکے عذاب دے.

*/*/*/*/*

هو! داسې خلک لږ نه دي چې ټول عمر د حقیقت په لټون کښې تیر کړي خو کله چې یې د خپلو ذاتي ګټو مخالف ومومي نو د نفس پرستۍ په وجه ترې مخ اړوي. هغه یهودیان چې له وروستي پیغمبر سره د ملګرتیا لپاره یې د هجرت سختۍ ګاللې وې او بیا یې په یثرب کښې ټولې ستونزې، خپل هدف ته د رسیدو لپاره منلې وې، د اسلام د ستر پیغمبر له ظهور وروسته یې هغه ونه منه. هغوي له بني اسرائیل قام څخه د یو پیغمبر د راتلو په طمع وو خو د اسماعیل له اولاد څخه د یو پیغمبر په راتلو سره یې خپلې ګټې په خطر کښې ولیدلې نو ځکه یې ترې انکار وکړ. په حقیقت کښې هغوي د خدای تعالی د وروستي پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) راتګ د مشرکانو او د خپلو دښمنانو په وړاندې د ځان بریا او نجات ګڼه او د هغه د راتلو زیری یې ورکوه خو پس له دې چې هغه حضرت په پیغمبرۍ مبعوث شو نو د تردید او انکار لاره یې خپله کړه. په حقیقت کښې له رسول الله مبارک سره د هغوي حسادت د هغوي د آفت لامل شو او کفر یې وکړ په دې پلمه او خود غرضه فکر سره چې د خدای وروستې پیغمبر ولې د اسرائیل له اولادونو څخه نه دی بلکې د اسماعیل اولاد دی؟

نو ځکه وینو چې کفر یې له حسادت څخه سرچینه واخیستله. هغوي له دې څخه چې خدای تعالی یو نعمت، بل چا ته ورکړی، کړیږي او دا چې دا تصور وشي چې خدای تعالی یو نعمت په خپل صحیح ځاې نه دی ایښې، کفر دی. هم دا وجه ده چې خدای تعالی په دغو آیتونو کښې فرمايي چې یهودیانو په خپلې راکړې ورکړې کښې تاوان وکړ، له دې امله چې یهودو له قرآن څخه کفران او له پيغبر اکرم څخه  ظالمانه انکار وکړ، د ځان لپاره یې نابودي او عذاب برابر کړ. د ال کتاب په هکله د دې بدې او تاواني معاملې مثال د سوره نساء په ۵۱ آیت کښې راغلی دی، هلته چې فرمايي:

آيا هغو کسانو ته چې د کتاب (تورات) يوه برخه ورکړل شوې ده، نه ګورې چې په بت او په شيطان يې ايمان راوړے دے او د کافرانو په هکله وايي چې دوي تر هغه چا چې ايمان يې راوړے دے په ښۀ لاره روان دي.

     */*/*/*/*/*/*/*/*

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

ټیګونه