له بشري حقوقو او د بیان له آزادۍ په دفاع کښې د لویدیځو حکومتونو دوه ګوني معیارونه
(last modified Sat, 19 Nov 2022 08:13:53 GMT )
Nov 19, 2022 12:43 Asia/Kabul
  • له بشري حقوقو او د بیان له آزادۍ په دفاع کښې د لویدیځو حکومتونو دوه ګوني معیارونه

په ایران کښې د تیرو دوو میاشتو کورنۍ پیښې سبب شوي چې اروپايي حکومتونه له موقع نه په ګټه پورته کولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف د بندیزونو او ګواښونو په لړ کښې ځینې ګامونه واخلي.

اروپايي اتحادیې تیره دوشنبه یعنې د نومبر په ۱۴ نیټه د دغه ارګان د خارجه وزیرانو په غونډې کښې وویل، د هغه څه په وجه چې «د صلحه ایزو اعتراضونو په وړاندې له زوره کار اخیستل» بلل شوې دي، په ۲۹ شخصیتونو او ۳ ارګانونو باندې بندیزونه لګوي. د ایران په بایکاټ شویو ادارو کښې د (پریس ټي وي) خبري چینل نوم هم شامل دی.

د ایران د دغه انګلیسي ژبې چینل بایکاټ کول، د ځینو ایراني ارګانونو او چارواکو به بایکاټولو کښې د اروپايي حکومتونو د دورغجنو ادعاؤ ماهیت په ښه توګه څرګندوي. هغوي که په ایرن کښې د بشري حقوقو له حالته اندیښمن وی نو ولې په هغې رسنۍ باندې بندیز لګوي چې په ایران کښې د خبرونو د حقیقت منعکس کونکې رسنۍ بایکاټ کوي.

په هر هیواد کښې ځینې نارضایتۍ او ناقرارۍ رامینځته کیږي. په هم دغو اروپايي هیوادونو کښې داسې ورځ نه وي چې مظاهرې ونه شي. په دغه ډول زیاتره مظاهرو کښې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمینځ یولړ برخوردونه رامینځته کیږي. خو اروپايي حکومتونو تل هڅه کړې ده چې په ایران کښې کورني بدلونونه امنیتي کړي او له بشري حقوقو د دفاع په نامه په ایران کښې ناقراریو ته لمن ووهي.

لویدیځو حکومتونو په ۱۹۷۹ کال کښې د اسلامي انقلاب د بریالیتوب له پیل راهیسې د ایران له اسلامي جمهوریت سره ژوره کینه او دښمني لرلې ده. هغوي د تازه جوړ شوي اسلامي جمهوري نظام د پرزولو لپاره له هیڅ کوششه ډډه ونه کړه. د یو داسې نظام لپاره چچې ظلم او زبیښاک خلاف د یو پراخ انقلاب نه پس په ولسي رایو سره جوړ شوی دی. لویدیځو حکومتونو د اسلامي انقلاب له ټولو مخالفو بهیرونو او کسانو څخه ملاتړ وکړ. د هغوي لپاره د ملاتړ وړ انقلاب ضده یې د ایران د خلکو په ړندې وژلې کښې کومه مخینه او کړنلاره درلودلې ده.    

غربي حکومتونو د ۱۹۷۹ کال د فرورۍ له ۱۲ نیټې څخه یعنې د اسلامي انقلاب له بریالیتوب نه یوه ورځ وروسته د له بیلتون غواړو او باچاهي غواړو ډلو څخه هراړخیز ملاتړ وکړ. د ایران سرحدي ولایتونه د شخړې او بیلتون غوښتنې په مرکزونو بدل شول. له اسلامي انقلاب سره د لویدیځو حکومتونو د کینې او کرکې اوج، د مجاهدین خلق په نامه ترهګرې ډلې څخه ملاتړ دی. له هغې ډلې چې د ایران له عامه خلکو واخلې تر جګ پوړو سیاسي چارواکو پورې یې ۱۷ زره کسان ووژل. د دغې ترهګرې ډلې اصلي اډه په فرانسه کښې ده. د مجاهدین خلک ترهګر نیټ ورک هر کال د لویدیځو حکومتونو په پیسو او د امریکې او اروپا د ځینو سیاسي شخصیتونو په شتون سره غونډې جوړوي.

اوس ښاغلي مکرون د ایران له مخالفو ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د خپل حکومت په دې کارنامې سره په ایران کښې د دغې آزادي غوښتنې مدعي شوی دی. په ایران کښې د اروپايي او امریکايي حکومتونو کینه او دښمني په ایران کښې له ترهګرو ډلو څخه تر ملاتړه نه محدودیږي. د عراق د ډیکټاټور صدام نوم ټوله نړۍ پیژني.

 صدام د ایران او خپله د عراق د خلکو خلاف له هیڅ ډول جنایت نه ډډه ونه کړه. د پام وړ ټکی دا دی. نن چې امریکا د صدام رژیم د ختمولو ادعا کوي، د امریکې او اروپا حکومتونو په ایران باندې تیري ته د هغه په لمسولو او په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزې کښې یې د هغه د قدرت په ټینګولو کښې ترټولو زیات رول درلود. امریکې او اروپايي حکومتونو خپل هر ډول پرمختللې وسلې د صدام پوځ ته ورکړې. د وسلو په دغو مرستو کښې هیڅ حد او مرز هم نه و. فرانسویانو په فارس خلیج کښې د ایران د تیلي کشتیو د ویشتلو لپاره د عراق د بعث رژيم پوځ ته سوپر اتاندارد جنګي الوتکې ورکړې. جرمن او هالینډ ممنوعه کیمیاوي وسلې او د هغو د جوړولو ابتدايي مواد د صدام رژيم ته ورکړل.

اوس د جرمني صداعظم او خارجه وزیرې په ایران کښې د آزادي غوښتنې مدعي شوې دي او بونګ ستاګ د ایران خلاف د بندیزونو یوه لړۍ تصویب کړې ده. بونډ سټاګ په داسې حال کښې په ایران باندې د دباؤ په لړ کښې له بشري حقوقو د ملاتړ یوه ۲۵ماده ایزه طرحه تصویب کړه چې په ۶ زرو کیمیاوي بمونو د صدام په سنبالولو او د ایران به خلکو باندې یې ۲۴۲ ځلې په کیمیايي بمباریو کښې له دغه هیواده د جرمني پوره پوره ملاتړ لا په تاریخ کښې موجود دی.

د جرمني خارجه وزیرې «آنالنا بائربوک» (Annalena Baerbock څو ورځې مخکښې په یو لړ ټویټونو کښې ولیکل چې اروپا د ایران خلاف د بندیزونو په راتلونکي پیکیج باندې کار کوي. هغې ټینګار وکړ چې هڅه کوي د ملګرو ملتو د بشري حقوقو په شورا کښې د ایران په هکله یوه ځانګړې غونډه جوړه شي. د جرمني حکومت او پارلیمان په داسې حال کښې ځان د ایران د خلکو ملاتړی څرګندوي چې د ایران د خلکو او د عارق د شمالي سیمو خلاف یې د عراق د بعث ګوند د ډیکټاټور صدا په اته کلن تپلي جنګ کښې یې د بشري حقوقو ترټولو ستر جنایت ترسره کړ. له ۱۷ زرو زیات ایراني سرتیري او ملکي وګړي د صدام رژيم ته د جرمني له خوا په ډالۍ شویو کیمیاوي وسلو سره نیغ په نیغه شهیدان شول. څه باندې ۱ لاک ۲۷ زره کسان هم د دغو وسلو د ګیس له امله زخمي شول. په دغو کښې یوشمیر زخمیان د درملنې لپاره د جرمني په شمول اروپايي هیوادونو ته واستول شول.

د وروستیو تحقیقاتو له مخې د ۴۴۵ لویدیځو شرکتونو له ټولګې څخه چې په مختلفو برخو په تیره بیا د کیمیايي وسلو په لړ کښې یې د صدام د جنګي مشین په سنبالښت کښې رول درلود، دریمه برخه یې جرمن وو چې د وسلو پر خرځون سربیره یې د ایران خلاف د دغو کیمیاوي وسلو د کارولو لپاره عراقي ځواکونو ته روزنه هم ورکوله.

د عراق د وسلو په هکله ملګرو ملتو ته د دغه هیواد ۱۲ زره مخیز رپورټ د «برلین» په نامه د جرمني په هکله د پام وړ ټکي لري. په دغه رپوټ کښې په تفصیل سره راغلي دي چې د جرمني او عراق د پوځي شرکتونو ترمینځ د وسلو کومې راکړې ورکړې شوې دي. په ۱۲ زرو مخونو مشتمل دغه رپورټ چې «تاگس زایتونگ»(tageszeitung)  ورځپاڼې یې ځینې محرمانه برخې خپرې کړې دي، جرمني د صدام د وسلو د ډیپوګانو د مهم سنبالونکي په توګه یاد کړی دی. وروسته بیا د هیګ نړیوالې محکمې د صدام د کیمیاوي بمباریو جنایت د بشريت خلاف نسل وژنه اعلان کړه او ورته یې راې ورکړه. خو په کیمیاوي وسلو د صدام رژیم په سنبالښت کښې د اروپايي حکومتونو په تیره بیا د جرمني رول ته هیڅ اشاره ونه شوه.

د ځینو هغو جرمن شرکتونو نومونه چې ملګرو ملتو ته د عراق په رپورټ کښې راغلي دي، دا دي: «دایملر، من، زیمنس، بنز، کیوکلپ، هوچست، کلوچنر، کارلزیس».

کارل کلب نومې شرکت چې له ۱۹۷۷ میلادي کال څخه یې له عراق سره همکاري درلودله، د بغداد د وینځونکو موادو او د حشراتو د وژونکو موادو د دوو اصلي کارخانو د سنبالښت دنده ترسره کوله او ملګرو ملتو ته د عراق په دغه اوږد رپورټ کښې دغه شرکت، د عراق د کیمیاوي او د وسلو د پروګرام ترټولو ستر برابرونکی یاد شوی دی. کارل کلب د احمد، علی، محمد، عیسی، مدار او قاضی په نومونو  د کیمیاوي وسلو د تولید شپږ جلاجلا لیکې جوړې کړې وې. د وړومبنۍ لیکې د جوړیدو کار یې په ۱۹۸۳ کال کښې او د وروستۍ د جوړیدو کار یې په ۱۹۸۶ میلادي کال کښې بشپړ شوی و او په دغو کارخانو کښې به له «خردل mustered» ګیس او «ایسد پروسیک» نه واخلې تر سارین او تابون پورې ګیسونه تولیدیدل.

د عراق د رپورټ له مخې، هم داشان Preussage شرکت د سارین د اعصابو د ګیس په برخه کښې د کیمیاوي موادو ترټولو ستر برابرونکی و. کارل کلب شرکت او پایلټ پلینټ (کیمیايي پروګرام) به په عراق کښې د ۶ جلاجلا کارخانو لپاره د میلیونونو ډالرو تجهیزات برابرول او هم داشان یې د اعصابو د ګیس د پراخولو په موخه د دغه هیواد لپاره پرمختللې لیبارټریانې برابرولې او د عراق د صنایعو او پوځي صنایعو له وزارت څخه د جرمن مکانیکل انجنیرانو د ملاتړ کار یې په غاړه درلود.

د «فرانکفورتر آلگماینه» په نامه د مشهورې ورځپاڼې جرمن خبریال«ادو اولفکات» چې د تپلي جنګ په دوران کښې د عراق جنګي سیمو ته لیږل شوی و، وايي: د جرمني چارواکي ډیر خوشاله وو چې دغه ګیسونه یې د ایران خلاف کارولو لپاره عراق ته ورکړي دي.

د جرمني حکومت په داسې حال کښې چې د عراق او عراق د زرګونو خلکو په قتلِ عام کښې د صدام د جرم شریک دی، په ایران کښې د ښځو له حقوقو د دفاع ادعا کوي. بشري حقوقو ته د اروپايي حکومتونو نظر، بیخي اوزاري او تبلیغاتي نظر دی. جرمني او اروپايي انډیوالان یې ولې اوس د یمني ښځو او ماشومانو په اړه اندیښنه نه لري چې په اروپايي او امریکايي وسلو وژل کیږي. اروپآيي حکومتونو د ایران د بدلونونو د حقیقتونو په اپوټه کولو سره د ایران خلاف یو تبلیغاتي او رسندوي جنګ پیل کړی دی. خو شک نشته چې دا ورځې به هم تیرې شي او لمر به تل تر وریځو شاته پاتې نه شي.

*/*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد دراني

 

ټیګونه