په لویدیځ کې دبشری حقوقو خلاف ورزي ،له فکره تر واقعیت پورې
(last modified Mon, 25 Mar 2019 10:24:21 GMT )
Mar 25, 2019 14:54 Asia/Kabul
  • په لویدیځ کې دبشری حقوقو خلاف ورزي ،له فکره تر واقعیت پورې

دتهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې په لویدیځ کې دبشری حقوقو دخلاف ورزیو د لړۍ له نهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دغه مطلب کې هم په امریکا کې د کاتولیکانو د کلیسا د پادریانو په لاس دجنسي کړونې په موضوع درسره غږیږو. هیله ده تر پایه راسره ملۀ ووسئ .

دوستانو کلیسا له تیرو وختونو راهسې د نهیلي شوو او شړل شوو مسیحیانو  د ترټولو وروستۍ پناه ځاي په توګه پيژندل کیږي .پادریان د ډاکټرانو ،   نرسانو ،پولیسو اومعلمانوترڅنګ  د خلکو د ترټولواصلی اړتیاؤ پوره کونکي  وو او د امریکا  دخلکو په کلتور کې  له ځانګړي  مقامه برخمن وو. دغه مقام  په وروستیو کلونو کې دکلیسا دسړیو پادریانو  داخلاقي رسوایانو په ایشواکیدنې سره  له مینځه لاړ او د له کلیساګانو ددغه هیواد د ځوانې پرګنې د تښتې لامل  شو . دپادریانو په لاس د حنسي کړونې په باب  خپره شوي  خبرونه او شواهدپه ځان پسې  د ډيرو زیاتو نیوکو ښودنه کوي .

                  دکاتولیکانو په کلیساګانو کې  دجنسي رسوایانو  په ایشواکیدا پسې  د نړۍ دکاتولیکانو رهبر پاب فرانسیس د کلیسا ګانو  له لوړپوړو چارواکو غوښتي   ،  ددغې موضوع د حل لارې دموندلو لپاره دې   په واټیکان کې په یوې بیړنۍ غونډې کې ګډون وکړي .  هغه په همدا روستیو  کې  په یوې وینا کې اشاره کړې ده چې  دپادریانو یوې ډلې  په فرانسې کې   له  ښځينه راهبه ؤ   د جنسی مریانو په توګه استفاده کړې ده .

Image Caption

 

  پاپ  د سی  نهه (سی -9) ډلې  په نامې د کارډينالو یا پادریانو  له ټولنې سره  له خبرواترو وروسته  د دغه نړیوال کنفرانس   دترسره کولو فیصله کړې ده . سی نهه  ډله  له نهو سلاکارانو پادریانوڅخه جوړ دی ، چې   د پاپ فرانسیس له ټاکل کیدا سملاسي وروسته  جوړه شوې ده .

د واټیکان غونډه به د نړۍ له یو سل دیرشو مختلفو هیوادونو څخه  د سترو پادریانو کوربه وي او لومړنی ګام به ئې  له هغې ناخوښې ناروغۍ سره دچلند په لاره کې  وي چې  لږترلږه د ۱۹۸۰لسیزې څخه  راپه دې خوا کلیسا ورسره لاس اوګریوان ده . 

               د کلیسا د اخلاقي  رسوایانو بهیر  په پیل کې د جیسن بِري  په وسیله ایشوا شو. هغه  لومړنی خبریال ؤ چې  په کلیسا کې ئې  د جنسي  کړونې  پراختیا ئې ایشوا کړه .دامریکا په لوئيزیانا ایالت کې د یوې ځاي ورځپاڼې خبریال جیسّن  بِري ، دخبریالۍ  د ترینګلتیاؤ او قضیو  په سترولو کې ، په لوئيزیانا کې  د پادریانو   دجنسي  تیریو په  ایشواکونې پسې ؤ .   ددغوتیریو  دخبرونو له خپریدو وروسته  په نړیوالو اړخونو سره دکلیسا د جنسي رسوایانو  د کړاؤ  دایشواکیدنې لپاره یو بهیر راوپنځید چې  له دیرشو  کلونو وروسته اوس  ئې هم ددغه اوور لمبې غلی شوي نه دي ،بلکې په زیاتیدو دي . 

د جیسّن بری راپورونه په ۱۹۹۲کال کې د : مونږ د وسوسو په لور هدایت کړئ: نومې یوه کتاب کې چاپ شول .د جیسّن بِري ایشواکونو په ۲۰۰۲کال کې د  بوسټن ګلوب ورځپاڼې د ارزونولپاره لاره پرانیستله.غه څیړنې چې د کلیساګانو له جنسی کړونو او بیا ئې له برغولو کیښودنو  په پراخ ډول پردې پورته کولې .هغه خبریالان چې  دغه څيړنې ئې کړي،دهغو پیښه د سپاټ لایټ (spotlight)په نامې سره په یوه فلم کې  چې د اسکار   جایزه هم وګټله ،  انځور شوې ده . 

            امریکا  د واټیکان د  اویا میلیون  پلوي مسیحیانو په درلودلو سره  دنړۍ د دوهم ستر کاتولیک هیواد حسابیږي .له دې نظره،دامریکا مذهبی  اوسیدونکي  کلیسان اود هغې روحانیونو یا پادریانو ته  خاص احترام سره ګوري .  په عین حال کې  په کلیساکې  د وروستیو کلونو پیښې  او  ددغه هیواد  کلیسا دسړیو  د رَوئې  او لهجې بدلیدا ،دکلیسا  او  د کاتولیکانو دمذهب  په باب   دنوي تفکر دراپنځیدو لامل شوې ده .  دپادریانو اخلاقي انحرافاتو،  په دغوکلونو کې دامریکا  د داخلی اوبهرنیو  ټولنو ډیر پام ځان ته جلب کړی دی.

 رسمي  احصائې  په دغې کلیسا کې  داخلاقي  انحرافاتو د ډيرو موردونو  خبر ورکوي .   هغه هلکان او ماشومان چې  ددیني اصولو د تعلیم  لپاره   دکلیسا په څير  سپيڅلي ځاي ته پناه  وړي ،  ددغو انحرافاتو قرباني کیږي .  ډیری مذهبی کورنۍ چې  له دې مخکې ئې خپل ماشومان  دامریکائي ټولنې  له پراخو اخلاقي انحرافاتو څخه د  دخوندي پاتیکیدا  لپاره  کلیساګانو ته لیږدول ،  اوس ئې عقیده بدله کړې ده .

 تیر کال دپنسلوانیا ایالت  له اتو پادری میشته سیموڅخه  شپږ پادری میشته  سیمې  یاکمپلیکسونه  په دقیق ډول وسپړل .  دپنسلوانیا   ایالتي څارنوال  جاش شاپیرو له پادریانو سره ا ړونده  کابو پنځه لکه مدرکونه  وسپړل  او زیات شمیر ئې  په محکمې کې احضار کړل .  په لسګونو کسانو ګواهي ورکړه  او ځينو پادریانو هم اعترافونه وکړل .  دښاغلي شاپیرو  راپور چې په دسمبر  میاشت  کې خپور شو،ډير لړزونکی ؤ .هغه پخپل راپور کې لیکلی دي ،  دکلیسا په خپلو  مدرکونو اوسندونو کې   څه ډپاسه  زر قرباني شوي ماشومان  د پيژندنې وړ  وو او  څه دپاسه درې سوه پادریان هم  په جنسي  کړونې تورنیدل .  په دغه راپو رکې چې  څه دپاسه  زر مخیز دی ، او په تیرو اویاؤ کلونو مخکې  پړاړ ته ورګرځي ،  ډير بوږنونکي  نمونې اومثالونه پکې مطرح شوي دي .

Image Caption

 

 په یوه پادری میشته کمپلیکس کې  یو پادري د  اوه کلنې جینۍ   دپوښتنې لپاره  چې  د مرۍ اپریشن ئې کړی ؤ  روغتون ته لاړ او  په هغې ئې تیری وکړ .  په یوه بل مورد کې  په یوه  نهه کلن هلک  تیری کیږي . پادري   له دغه کاره وروسته  هغه هلک   په مقدسو اوبو سره وینځلی ؤ څو  هغه پاک کړي .....

دغه راپور  نتیجه ورکړې چې  نورو سیمو ته  د خلاف ورزي کونکي پادري  د منتقلولو له لارې،پرکلیساد برغولي کیښودلو اوپولیسوته دهغوي د جرمونو د راپور نه ورکولو په  ماشومانو دتیریو  او جنسي کړونې لپاره لاره پرانیستې ده .

له دغېاخلاقي رسوائۍ وروسته،واټیکان  دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي،چې پاپ فرانسیس له هغو په زرګونوکسانو چې په ماشوموالي او ځلمیتوب کې په امریکاکې پرې څه دپاسه درې سوه وحشي ډوله پادریانو جنسی  تیري کړي دي،ملاتړکوي.په دغې اعلامیې کې دکاتولیک مسیحیّت مزکري تشکیلاتو ته اشاره شوې ده چې واټینکان غواړي،ددغو کړیدلو  قربانیانوچغوته غوږ کیږدي،څو ددغه تریخ وحشت   جرړه وباسي .

                په ۲۰۱۲کال کې د آسټریلیاحکومت یو کمیشن جوړ کړڅو په بیلابیلو موسیسو کې پر ماشومانو دجنسی تیریو په موردونو څیړنې وکړي . دغه څیړنې اومطالعې د واړو اوکم عمره ماشومانو اوهلکانودساتنې دمرکزونو، ښونځیو ، سپورټي او  هنري مرکزونو او همداراز د نوروټولنیزو اورګانونواو ادارو په څير په موسسو  اوکلیسا ګانو کیږي . ددغه کمیشن دراپور په اساس له ۱۹۵۰کاله رانیولې تر ۲۰۱۰کال پورې په مودې کې د آسټریلیا د کاتولیکانو  کابو اوه فیصدي پادریان  د ماشومانو په جنسي کړؤنې تورن شوي وو. یوازې په یوې مذهبی ادارې کې  څلویښت فی صده پادریان  او کشیش  په جنسی تیریو تورن وو .

 همداراز  تیر کال په بریتانیا کې  یوه خپلواکه کمیشن  په دغه هیواد کې په سامرسټ کې په ډاؤن سایډ ښونځي  او  په شمالی یورکشر کې د امپلیفورټ کالج  په نامې سره  د  کاتولیکانو په دوو مشهورو ښونځیو اوپوهنځیو کې د ماشومانو دجنسی کړونې  په باب راپور خپور کړ.په دغه راپور کې راغلی دي ،ددغو ښونځیو لپاره په لومړیتوب کې  هغه راهبې  وې  چې د زیات حسن له پلوه ئې شهرت درلود،څو  په امپلیفوټ  کې د هغو بچیانو چې عمرونه ئې له اوو کلونو زیات نه ؤ  او دغه راز په ډاؤن سایډ  کې  دهغو بچیانو چې عمرونه ئې تر یولسو کلونو پورې وو ،ساتنه وکړي ، په لسګونو کلونو کې پرې داسې  جنسی تیری شوي ، چې راپور ئې لړزونکی دی .

په دغه کمیشن کې د هغو شاهدانو او ګواهانو  خبرې  هم چې  ځینو وختونو کې د نورو شاګردانو په شتون کې جنسی عمل ته مجبوره شوي وې واوریدل شوې.  ددغه کمیشن دجمع  بندۍ په اساس  ډيری تیری کونکو ، خپل نفساني خواهشات له ماشومانو نه پټول . ددغه شان عملونو په آزاده توګه ترسره کول ښئ  چې د تیری کونکي جنسی چلندونو دمنلو یوډول فرهنګ  وجود درلودلی دی .

 ددغه راپور په خپریدا پسې، د امپلفورټ کالج مشرانو ووئيل ، کلیسا او امپلیفورټ کالج له زړه  د له هغو ټولو چې  جنسی تیری پرې شوي او ځيني ژغورل شوي دي ،ورخیني بخښنه غوادړو .....

ډاؤن سایډ ښونځي  هم یوډول  ورته پښماني وښودله  او کلیسا او ډاؤن سایډ ښونځي پخپل ټول وجود سره ومنله  چې تر نظر لاندې کسانو په ساتنې کې  او له هغو سره په اړونده مشکلاتو باندې په ارزونې کې ئې لټی کړې ده .

              د نړۍ دکاتولیکانورهبر پاپ فرانسیس له خپلې منصوبیدا وروسته په یوه کال کې ،د  آیرلینډ، بریتانیا اوجرمنی درو هیوادونو څخه له کړیدلو شبږو کسانو سره لیده کاته وکړل. هغه په دغوځانګړو روحانی  دستورو کې  له هغو شبږو  کسانو چې په دغو دستورو کې موجود وو ، د ټولو په وړاندې  ورځیني بخښنه وغوښتله او وې وئیل ، دخداي او دهغه دمخلوق په شتون کې ،  په هغو درندو جنایتونو اوګناهانو چې  مسیحی روحانیونو بر تاسو  په جنسی تیریو سره  کړي دي ، پښمانی څرګندوم،  او په عاجزۍ سره له تاسو بخشنه غواړم . همداراز له تاسو د جنسی کړونې  او  اذیت کیدا سره په رابطه کې د کړیدلو  اوقربانیانو  او دهغو دکورنیو په راپورونو په غورکولو کې د کلیساګانو دمشرانود  تیروتنو په باب هم  بخښنه غواړم .:::

Image Caption

 

په  بیلابیلو هیوادونو کې د کاتولیک کلیساګانود پادریانو په لاس د ماشومانو دجنسی کړونې  دتورونو په باب تل ډير زیات راپورونه آوریدل کیږی . ددغو دوسیو  د سندونو او راپورونو په اساس،زیاتره قربانیان،  کم  عمره جینۍ او  هم هلکان دي . د کلیسا ګانو د پټونو په خاطر د جنسی تیریو ډیر موردونه د وخت په تیریدا سره هیر شوی او قضائي ارزونې پرې  نه کیږی ..

کلیسا ته  واردیدل یو شرط لري او  هغه ، له درستو دنیاوی تعلقاتو  په تیره بیا په هغو کې له ترټولو ستر تعلق یعني حنسی خواهشاتو  دلاسونو وینځل  دي .  په دغې کلیسا کې  هیڅ یو کس  د واده  حق نه لري . د کاتولیک کلیسا په سړیو کې  دا اعتقاد شته چې حضرت مسیح له حقیقی عشق ته درسیدا لپاره او له دنیاوی چارو دبشبړ پاکوالی په  خاطر واده ونه کړ او به همدې دلیل  هم د هغه رښتینی پيروکار باید  دغه سنت وساتی .  له دې سره سره ،د کلیسا د ځينو ډيرو پادریانو په وسیله  دجنسی کړاؤ او انحرافاتو  ډير زیات راپورونه ا واحصائې  خپرې شوي دي . دا چاره لامل شوی ده و چې  پاپ فرانسیس په دې پسې شی څود یوې غوڼډې په جوړولوسره   او په کلیسا کې د اخلاقي او جنسي انحرافاتو  سره دمقابلې لپاره د کومې حل لارې دموندلو په  خاطر ګام پورته کړي .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه