د روژې دمبارکې میاشتې د څوارلسمې ورځې دعا
له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیا فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره له ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړی دی ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .
اللَّهُمَّ لا تُؤَاخِذْنِي فِيهِ بِالْعَثَرَاتِ، وَ أَقِلْنِي فِيهِ مِنَ الْخَطَايَا وَ الْهَفَوَاتِ، وَ لا تَجْعَلْنِي فِيهِ غَرَضاً لِلْبَلايَا وَ الْآفَاتِ، بِعِزَّتِكَ يَا عِزَّ الْمُسْلِمِينَ.
ژباړه :: ائ لویه خدايه ! په دغې پاکې میاشتې کې مو په لعزشونو او ښوېدلو و نۀ رټې او له تیر وتنو او لالهاندۍ مې پکې وساتې او په دغې محترمې او لوئې میاشتې کې مې له مشکلاتو او ترینګلتیاؤ سره مخامخ مه کړې ، ستا د خپل عظمت او عزت په خاطر ،ائ د مسلمانانو د عظمت او احترام بخښونکیه .