د روژې د مبارکې مياشتې خاص پروګرام -۱
(last modified Thu, 15 Apr 2021 10:43:16 GMT )
Apr 15, 2021 15:13 Asia/Kabul
  •  د روژې د مبارکې مياشتې خاص پروګرام -۱

د مهربان بخښونکي لوے څښتن په نامه او تاسو قدرمنو دوستانو ته د تودو سلامونو او ښو او پېرزوينو په وړاندې کولو سره د روژې له وړومبني خاص مطلب ستاسو په خدمت کښې يوو. هيله ده چې دا پروګرام به ستاسو د پام او روحاني استفادې وړ وګرځي.

يو ځل بيا د رمضان يا روژې مياشت راورسېده چې مومنان د خداے پاک مېلمستيا ته راوبولي.دا مياشت په اسلامی روايتونو کښې د خداے مياشت او د رسول اکرم (ص) د امت د مېلسمتيا مياشت بللې شوې ده او خداے پاک په دې مبارکه مياشت کښې د خپلو بندګانو په ډېر کرامت او مهربانۍ سره مېلمستيا کوي. د دغې مېلمستيا معنا دا نه چې ده خداے پاک د خپلو بندګانو ګېډه مړه کړي بلکه معنا يې دا ده چې بندګان  په دې مبارکه مياشت کښې کولې شي په روژې، دعا، له خداے پاک سره په راز و نياز او نورو عبادتونو سره معنوي وده پېدا کړي او د رذيله صفاتو په ختمولو سره په ځان کښې د اخلاقي فضائلو روزنه وکړي. څرګنده ده چې د دې فرصت د غنيمت ګڼل انسان د الهي نزدېکت مقام ته رسوي.

د دغې عظيم الشان مياشتې د «رمضان» نوم اېښودو د علت په بيانولو کښې د خداے د ګران رسول (ص) يو مبارک حديث ته اشاره کولې شوو چې فرمائي:«د رمضان مياشت په دې نوم بللې شوې ده ځکه چې ګناهونه سوزوي.»

همدارنګ په همدې لړ کښې او د دې مبارکې مياشتې په فضيلت کښې امام محمد باقر (ع) جابر ته فرمائي: «څوک چې په دې مياشت کښې د ورځې روژه اونيسي او د شپې په يو برخه کښې عبادت وکړي نو د هغې ورځې په شان به شي چې خپلې مور زېږولے وي.»

ګرانو او قدرمنو دوستانو خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی (ص) د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدو په درشل کښې خلق په دې ښکليو جملو سره آماده کول: «اے خلقو! د خداے مياشتې په برکت، رحمت او رخښنې سره تاسو ته مخه کړې ده. هغه مياشت چې د پروردګار په نزد ترټولو غوره مياشت ده؛ ورځې يې او شپې يې ترټولو غوره ، ساعتونه يې ترټولو غوره ساعتونه دي، هغه مياشت چې پکښې د خداے مېلمستيا ته بلل شوي يئ او د هغه د لطف، مهربانۍ او کرامت وړ ګرځېدلي يئ. په دې مياشت کښې مو چې هر وخت خداے پاک ته مخه کړه او د هغه په درګاه کښې کښېنئ نو خداے پاک به مو دعاګانې قبلوي. په دې مياشت کښې له فقيرانو او بې وزلو سره مرسته وکړئ، د بوډاګانو احترام وکړئ، له ماشومانو سره مينه او مهرباني وکړئ او له خپلو خپلوانو سره تګ راتګ ساتئ. اے خلقو! هر چا چې په دې مياشت کښې خپل اخلاق نېک کړل، نو په هغه ورځ چې په  پل صراط قدمونه ښويږي ورباندې په اسانۍ تيريږي. نو بس د صدق او صفا له مخې او په پاک زړۀ سره له خداے پاک وغواړئ چې درته د روژې نيولو او قرآن مجيد تلاوت کولو توفيق عطاء کړي، ځکه چې بدبخت دے هغه کس چې په دې د خداے پاک له فېض، برکت او رحمت نه ډکه مياشت کښې محروم پاتې شي.»

***************************فاصله مناسب**************************

گوينده

د اسلامي احکامو له مخې د روژې د مبارکې مياشت ليدل له پينځو لارو څخه اممکان لري: وړومبې دا چې انسان خپله مياشت وويني. دويم دا چې يو شمېر هغه کسان چې په وېنا سره يې يقين پېدا کيږي ووائي چې مياشت مو ليدلې ده. يا دا چې د هر هغه څيز له لارې چې د هغه په ذريعې سره يقين پېدا شي چې مياشت وليدې شوه، د مياشتې  ليدو اطمينان پېدا شي. دريم دا چې دوه عادل سړي ووائي چې د شپې مو مياشت ليدلې ده. البته که د مياشتې دغه دوه صفتونه د يو بل په خلاف ووائي، يا يې ګواهي د حقيقت په خلاف شي، لکه دا چې ووائي د مياشتې دننه دائره د افق لوري ته وه، د وړومبۍ شپې مياشت نه ثابتيږي. خو که په تشخيص کښې ځينې خصوصيتونه اختلاف ولري لکه دا چې ووائي مياشت اوچته وه او بل ووائي چې نه وه نو د هغوي په وېنا د وړومبۍ شپې مياشت ثابتيږي. څلورم دا چې د شعبان له وړومبۍ ورځ څخه دېرش ورځې تېرې شي چې په دې ذريعې سره د رمضان د مبارکې مياشتې وړومبۍ شپه ثابتيږي او د رمضان له وړومبۍ نېټې څخه دې دېرش ورځې تېرې شي چې په دې ذريعې سره به د شوال وړومبۍ نېټه ثابتيږي. پينځم دا چې د شرعې حاکم حکم وکړي چې د مياشتې وړومبۍ نېټه ده.

نور داسې ټکي چې پکار دے په دې اړه مطرح شي دا دا چې که د شرعې حاکم حکم وکړي چې د مياشتې وړومبۍ نېټه ده، نو هغه څوک چې يې تقليد نه کوي هم پکار دے د هغه په حکم عمل وکړي خو هغه کس چې پوهيږي چې د شرعې حاکم تېروتے دے نو د هغه کولې شي چې په حکم يې عمل ونه کړي. که په يو ښار کښې د مياشتې وړومبۍ نېټه ثابته شي، نو د بل ښار خلقو لپاره څه فائده نه لري، مګردا چې دواړه ښارونه سره نزدې وي، يا انسان وپوهيږي چې د دواړو افق يو دے.

له ې نه علاوه هغه ورځ چې انسان نه پوهيږي چې د رمضان وروستۍ ده يا د شوال وړومبۍ نو پکار دے روژه ونيسي، خو که له ماښام نه مخکښې وپوهيږي چې د شوال وړومبۍ ده نو پکار دے روژه ماته کړي. همدارنګ که يو بندي قېد کس د رمضان په مبارکه مياشت يقين پېدا نه کړې شي نو پکار دے په ګمان دې  عمل وکړي، او که دا هم امکان ونه لري نو هره مياشت چې روژه اونيسي صحيح ده. او د واجب احتياط له مخې پکار دے چې له هغې مياشتې نه چې روژه نيولې ده د يولسو مياشتو له تېرېدو وروسته بيا يوه مياشت روژه اونيسي خو که بيا ورته ګمان پېدا شي نو پکار دے ورباندې عمل وکړي.

**************************فاصله مناسب*********************

گوينده

د هغه کس لپاره چې هستي يې له بندګۍ نه بغېر څه نه دي سرمايه او شتمنۍ يوازې يوه معنا لري او هغه له خپل معبود سره راز و نياز دے.  دغه ثروت رسېدل خپله خاصه لار او روش لري او مونږ دغه آداب د پېغمبراکرم (ص) او د دين د بزرګانو له سيرت څخه زده کوو. د خداے له ګران رسول (ص) نه پس د هغه حضرت پاک اهلبېت عليهم السلام د مسلمانانو لپاره د دعا په قالب کښې زيات مفاهيم په ميراث کښې پرېښودي دي چې د رمضان المبارک په بهانه به د پروګرام په دوام کښې کوشش کوو چې له دغې سترې خزانې څخه د ځان لپاره واخلوو.

د دغې قدرمنې مياشتې په وړومبۍ شپه د حضرت امام زېن العابدين سجاد (ع) په خدمت کښې په ادب سره کېښنوو او له هغه حضرت سره په يو غږ سره د نړيوالو له واحد معبود سره رازونياز کوو. امام زين العابدين (ع) چې د زياتو او اوږدو سجدو په خاطر يې نوم سجاد وبلل شو، د روژې مبارکې مياشتې ته د داخلېدو په وخت د خداے پاک د نوم او کلام نه وروسته د هغه پاک ذات حمد و ثنا بيانوي او بيا به دوام کښې داسې عرض کوي:

*الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی هَدَانَا لِحَمْدِهِ، وَ جَعَلَنَا مِنْ أَهْلِهِ لِنَکُونَ لِإِحْسَانِهِ مِنَ الشَّاکِرِینَ، وَ لِیَجْزِیَنَا عَلَى ذَلِکَ جَزَاءَ الْمُحْسِنِینَ  وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی حَبَانَا بِدِینِهِ، وَ اخْتَصَّنَا بِمِلَّتِهِ، وَ سَبَّلَنَا فِی سُبُلِ إِحْسَانِهِ لِنَسْلُکَهَا بِمَنِّهِ إِلَى رِضْوَانِهِ، حَمْداً یَتَقَبَّلُهُ مِنَّا، وَ یَرْضَى بِهِ عَنَّا  وَ الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِی جَعَلَ مِنْ تِلْکَ السُّبُلِ شَهْرَهُ شَهْرَ رَمَضَانَ، شَهْرَ الصِّیَامِ، وَ شَهْرَ الْإِسْلَامِ، وَ شَهْرَ الطَّهُورِ، وَ شَهْرَ التَّمْحِیصِ، وَ شَهْرَ الْقِیَامِ «الَّذِی أُنْزِلَ فِیهِ الْقُرْآنُ، هُدىً لِلنَّاسِ، وَ بَیِّناتٍ مِنَ الْهُدى‏ وَ الْفُرْقان»  فَأَبَانَ فَضِیلَتَهُ عَلَى سَائِرِ الشُّهُورِ بِمَا جَعَلَ لَهُ مِنَ الْحُرُمَاتِ الْمَوْفُورَةِ، وَ الْفَضَائِلِ الْمَشْهُورَةِ، فَحَرَّمَ فِیهِ مَا أَحَلَّ فِی غَیْرِهِ إِعْظَاماً، وَ حَجَرَ فِیهِ الْمَطَاعِمَ وَ الْمَشَارِبَ إِکْرَاماً، وَ جَعَلَ لَهُ وَقْتاً بَیِّناً لَا یُجِیزُ- جَلَّ وَ عَزَّ- أَنْ یُقَدَّمَ قَبْلَهُ، وَ لَا یَقْبَلُ أَنْ یُؤَخَّرَ عَنْهُ. ثُمَّ فَضَّلَ لَیْلَةً وَاحِدَةً مِنْ لَیَالِیهِ عَلَى لَیَالِی أَلْفِ شَهْرٍ، وَ سَمَّاهَا لَیْلَةَ الْقَدْرِ، «تَنَزَّلُ الْمَلائِکَةُ وَ الرُّوحُ فِیها بِإِذْنِ رَبِّهِمْ مِنْ کُلِّ أَمْرٍ» سَلامٌ دَائِمُ الْبَرَکَةِ إِلَى طُلُوعِ الْفَجْرِ عَلَى مَنْ یَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ بِمَا أَحْکَمَ مِنْ قَضَائِهِ. اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَ آلِهِ، وَ أَلْهِمْنَا مَعْرِفَةَ فَضْلِهِ وَ إِجْلَالَ حُرْمَتِهِ، وَ التَّحَفُّظَ مِمَّا حَظَرْتَ فِیهِ، وَ أَعِنَّا عَلَى صِیَامِهِ بِکَفِّ الْجَوَارِحِ عَنْ مَعَاصِیکَ، وَ اسْتِعْمَالِهَا فِیهِ بِمَا یُرْضِیکَ حَتَّى لَا نُصْغِیَ بِأَسْمَاعِنَا إِلَى لَغْوٍ، وَ لَا نُسْرِعَ بِأَبْصَارِنَا إِلَى لَهْوٍ  وَ حَتَّى لَا نَبْسُطَ أَیْدِیَنَا إِلَى مَحْظُورٍ، وَ لَا نَخْطُوَ بِأَقْدَامِنَا إِلَى مَحْجُورٍ، وَ حَتَّى لَا تَعِیَ بُطُونُنَا إِلَّا مَا أَحْلَلْتَ، وَ لَا تَنْطِقَ أَلْسِنَتُنَا إِلَّا بِمَا مَثَّلْتَ، وَ لَا نَتَکَلَّفَ إِلَّا مَا یُدْنِی مِنْ ثَوَابِکَ، وَ لَا نَتَعَاطَى إِلَّا الَّذِی یَقِی مِنْ عِقَابِکَ، ثُمَّ خَلِّصْ ذَلِکَ کُلَّهُ مِنْ رِئَاءِ الْمُرَاءِینَ، وَ سُمْعَةِ الْمُسْمِعِینَ، لَا نُشْرِکُ فِیهِ أَحَداً دُونَکَ، وَ لَا نَبْتَغِی فِیهِ مُرَاداً سِوَاکَ.

« ټول حمد و ثنا هغه خداے لره ده چې د ځان د ثنا صفت لپاره زمونږه لارښود شو، او د دې قابل يې کړوو چې د هغه د احسان له شکرګزارو څخه شوو، او مونږ ته په دې کار ښه اجرونه راکړي او حمد او ثنا هغه خداے لره چې  خپل دين يې په مونږ ولوروۀ، او مونږ ته يې له خپل دين سره اختصاص راکړ او د خپل احسان په لارو يې روان کړوو، چې په هغو کښې د هغه په فضل او مهربانۍ سره د هغه د رضامندۍ لوري ته تګ وکړوو، داسې حمد او ثنا چې له مونږ څخه يې قبوله کړي او د هغې په وجه له مونږ راضي او خوشحاله شي. او حمد او صفت هغه خداے لره چې له هغو لارو څخه يې د رمضان مبارکه مياشت خپله مياشت وګرځوله، د روژې مياشت، د اسلام مياشت، د پاکۍ مياشت، د ازمائش مياشت، د قيام مياشت، هغه مياشت چې پکښې يې قرآن مجيد نازل کړ، د خلقو د هدايت لپاره او د هدايت د روښانه نښو نښانو د شتون لپاره او د حق او باطل ترمېنځ د بلېتون د ټاکل کېدو لپاره، په دې وجه يې په نورو مياشتو باندې د دې مياشت اوچتوالے د زياتو احتراماتو او څرګندو فضيلتونو په بنياد روښانه کړ، نو هغه څه يې چې په نورو وختونو کښې حلال وو حرام کړل او د هغې په احترام کښې يې خوراک څښاک منعې کړ او دې لپاره يې يو ټاکلے وخت وګرځوۀ چې پاک ذات يې اجازه نه ورکوي چې له هغه وخت نه مخکښې شي او نه قبلوي چې له هغه وخت نه روسته شي، نو د دغې مياشتې يوې شپې ته يې په زرو مياشتو باندې فضيلت او برتري ورکړي او هغه يې د قدر شپه ونوموله چې په دغه شپه کښې فرښتې او روح القدس له هر هغه حکم سره چې د خداے پرېکنده فېصله وي د هغه په بندګانو په هر چا چې وغواړي نازليږي، دا شپه درسته د سلامتۍ شپه ده چې برکت يې د سهار تر رابره کېدو پورې پاتې وي.

اے خدايه! په حضرت محمد او د هغه په آل باندې درود ولېږې د دغې مياشتې د برترۍ معرفت، د هغې د احترام کولو او پکښې له محرماتو څخه د ډډې کولو توفيق له راته الهام کړې او له مونږ سره د دې مياشتې د روژې په نيولو، له ګناهونو نه د اندامونو په ساتلو کښې په هغه څه کښې د هغو په استعمالولو کښې چې ته پرې راضي کېږې مرسته وکړې، چې په خپلو غوږو فضول خبرې وانوروو، خپل لاسونه حرامو ته ونه غزووو او ستا منعې کړې شويو کارونو ته ګامونه پورته نه کړوو او زمونږ ګېډې له حلالو نه بغېر په څه ډکې نه شي، او ژبې مو بې له هغه څه چې تا ويلي دي ګويا نه شي، او بې له  هغه کار نه چې ستا ثواب ته نزدېکت پېدا کوي کوشش کولو ته پانه څيږوو، او بې له هغه څه نه چې ستا له سزا او عقوبت څخه يې وساتي ياد نه کړوو، بيا مو ټول د رياکارانو له ځان ښودنې او  د شهرت غوښتونکو له شهرت غوښتنې څخه خالص او پاک وګرځوې، په دا ډول چې څوک درسره په دغو چارو کښې شريک نه کړوو او تا نه بغېر څه مقصد او مقصود ونه لروو.»

ګرانو او قدرمنو دوستانو دغه دعا په پوره ډول په صحيفه سجاديه نومې ارزښتناک کتاب کښې چې څلور څلوېښتمه دعا ته کتې شئ.

 

 

 

ټیګونه