په افغانستان کې حسینی اربعین په پرتم سره ترسره شو
راپورونه ښئ چې د نړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کې هم دغه شان دستورې ترسره کیږي او د حسیني اربعین پلی لاریون په یوه نړیوال لاریون بدل شوی او درستې نړۍ ته دحسینی غورځنګ حماسی پیغام رسوي .
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، دافغانستان شیعیانو او دامام حسین مینه والو نن سهار دکابل ښار له مختلفو سیمو د حسینی اربعین د پلي لاریون په مناسبت په ډ لو ډلو کې په لاریون کې ګډون وکړ او ددغه ښار په مرادخاني کوڅې کې د حضرت ابوالفضل العباس زیارت په جومات کې په شتون سره ئې دغه ولولناکې دستورې ترسره کړې .
مرادخانی کوڅه په محرم او صفرې میاشتو کې دکابل دخلکو د سینه زنۍ او روضه خوانۍ ددستو د غونډیدا ځاي دی .
وئيل کیږي د افغانستان په ځينو نورو ښارونو کې هم دغه شان دستورې ترسره شوي دي .
په یوه بل راپور کې وئيل شوي دي د پاکستان په مختلفو ښارونو کې هم د حسینی اربعین په مناسبت له پرونه دغه پلي لاریونونه پیل شوي او هماغه راز دوام لري او وئيل کیږي ، چې د اربعین تر ورځې پورې چې په پاکستان کې سبا لمانځل کیږي ودغه پلی لاریونونه به دوام وکړي .
راپورونه ښئ چې د نړۍ په نورو ډیرو هیوادونو کې هم دغه شان دستورې ترسره کیږي او د حسیني اربعین پلی لاریون په یوه نړیوال لاریون بدل شوی او درستې نړۍ ته دحسینی غورځنګ حماسی پیغام رسوي .