د افغانستان یوې مهاجرې ډاکټرې د نینسن نړیواله جایزه وګټله
د نینس رفیوجي ایوارډ هر کال د ملګروملتو دلوړې کمیشنرۍ په وسیله ، هغه کس ، ډلې یا ادارې ته ورکول کیږي له کډوالو ته لازیات خدمات وړاندې کوي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ، په پاکستان کې مهاجره یوه افغان ډاکټره په آسیا سیمې کې د نینسن کډوالو سیمه ایزې د جایزې دګټلو حقداره شوي ده.
په راپور کې وئيل شوي دي ، افغان کډوالې ډاکټرې میرمن سلیمه رحمان ، په پاکستان کې د افغان کډوالو او ناروغانو د لازیاتو خدماتو دترسره کونې په دلیل په دغه هیواد کې د سویس په سفارت کې دغه جایزه ترلاسه کړې ده . د ملګروملتو دکډوالو لوړې کمیشنرۍ هم په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دغه جایزه ناروغانو ته په تیره بیا دکرونائي بحران دخوریدا په پړاؤ کې د ډيرو زیاتو خدماتو رسونې لپاره په پاکستان ته کډه په سر شوي ۲۹کلنې ډاکټر سلیمه رحمان د غوره ژمنتیاؤ او خدماتو په ویاړ ډالۍ شوې ده .ډاکټر میرمن رحمان ددغې جایزې د ترلاسه کونې په دستورو کې وئیلي دي ، ښونې او زده کړې ته لاس رسی د مونږ په ژوند کې ډير مهم دی او د میرمنو او انجونو د زده کړې په برخې کې پانګونه ، دراتلونکی نسل لپاره پانګونه ده .
د نینس رفیوجي ایوارډ هر کال د ملګروملتو دلوړې کمیشنرۍ په وسیله ، هغه کس ، ډلې یا ادارې ته ورکول کیږي له کډوالو ته لازیات خدمات وړاندې کوي .