اسلامی ایران له افغانستان سره خپلوملګرتیاؤ ته دوام ورکوي
اسلامی ایران به د افغانستان د ملت د هوساینې او د اقتصادي وضعیّت د ښه کولو لپاره تر خپله وسه کوشش وکړي او د افغانستان د ورستیو شخړو او د ملت د مشکلاتو حل په دغه هیواد کې په ټولشموله حکومت جوړونې سره ترلاسه کیدلی شي.
فارس خبری آژانس راپور روکړ ، داسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي کابل ته دخپل سفر په څلورمه ورځ د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د ملی مصالحې د پخوانی عالی شورا له مشر عبدالله عبدالله سره د دوواړخیزو اړیکو او ملګرتیاؤ په باب جلاجلا کتنه او خبرې اترې وکړې .
کاظمي قمي په دغو لیدوکاتو کې د افغانستان د اوسنی حالت او په اقتصادي ،تجارتي ، انسان دوستۍ ،تعلیمي او کډوالو په زمینو کې له کابل سره د تهران د ملګرتیاؤ د دوام په باب خبرې اترې وکړې .
ددغه راپور په اساس ، دافغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر ځانګړي استازي په کابل کې په مخکینیو لیدوکاتو کې وئيلي موافقه شوې چې د دواړو هیوادونو دګډو ملګرتیاؤ کمیټې جوړې او د افغانستان د ملت دشرائطو دښه کولو لپاره دچارو دبهیر لپاره دچارو بهیر منظم او په مرحلو سره اجرا شي .
کاظمي قمي په دغو لیدوکاتو کې چې په دواړو کتنو کې په کابل کې د ایران سفیر هم ورسره موجود ؤ وئیلي دي،اسلامی ایران به د افغانستان د ملت د هوساینې او د اقتصادي وضعیّت د ښه کولو لپاره تر خپله وسه کوشش وکړي او د افغانستان د ورستیو شخړو او د ملت د مشکلاتو حل په دغه هیواد کې په ټولشموله حکومت جوړونې سره ترلاسه کیدلی شي.