طالبان دې دراتلونکي په اړه سملاسي لویه جرګه جوړه کړي
د حامد کرزی دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد څه موده مخکې رسنیو ته وئيلي وو ، چې د لوئې جرګې د جوړیدا په باب دحامد کرزي په وړاندیز غور کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ ، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی یو ځل بیا په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، دطالبانو د په رسمیت له پيژندلو مخکې دې د لوئې جرګې په جوړولو سره ولس باید د حکومت د راتلونکي په باب خبرې وکړي .
حامد کرزي دغه راز ووئيل ، طالبان باید د یوې ملی ناستې یا لوئې جرګې دجوړولو زمینه برابره کړي څو په هغې کې ولس د هیواد دراتلونکي په باب فیصله وکړي .
د افغانستان پخواني ولسمشر د فرانس ۲۴ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ووئیل ، هغه او عبدا.... عبدا.... دیوه لیک په لیږلو سره رسما له طالبانو غوښتي دي ، چې لویه جرګه دې جوړه کړي او هیواد ته دې د سیاستوالانو د بیرته راګرځيدا لپاره شرائط برابر کړي .
د حامد کرزی دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږي ، چې د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد څه موده مخکې رسنیو ته وئيلي وو ، چې د لوئې جرګې د جوړیدا په باب دحامد کرزي په وړاندیز غور کیږي .