طالبانو هم له پاکستان سره سرحدي شخړې ته غبرګون وښوده
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویاند له پاکستان سره د دغه هیواد له سرحدي نښتې خواشیني څرګنده کړه
د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون په یوې خبرپاڼې کښې د سپين بولدک-چمن په ګډ سرحد کښې د نښتې په غبرګون کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د طالبانو حکومت د داشان پيښو د مخنیوي کوشش کوي، د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د دا ډول راپارونکو اقداماتو د مخنیوي لباره چې د شخړې لامل کیږي او د دواړو هیوادونو په اړیکو باندې منفي اغیزه کولې شي، جدي توجه وکړي.
له بلې خوا د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم پرون له افغانستان سره د سرحدي نښتې په غبرګون کښې د طالبانو حکومت ته په یو خبردارونکي ټویټ کښې ولیکل: د چمن په پوله کښې د افغانستان د سرحدي ځواکونو له خوا بې وجې ډزې د څو پاکستاني ښاریزو د مرګ ژوبلې سبب شوې چې ډیره د خواشینۍ خبره ده چې باید په کلکه یې غندنه وشي.
شهباز شریف ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت باید ضمانت ورکړي چې دا ډول پيښې به بیا نه تکراریږي.