په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو اوطالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128278-په_تورخم_کې_د_پاکستاني_پوځیانو_اوطالبانو_ترمنځ_نښته_رامنځته_شوې
د تورخم پوله ایزې لارې مسئول محمد صديق د یکشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله د دې لارې له تړلو خبر  ورکړ. دښاغلي  صديق په وينا، دغه لار د پاکستان له لوري خپلو ژمنو ته د نه ژمنتیا له امله د بار وړونکو موټرو په ګډون د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
(last modified 2023-02-20T06:18:47+00:00 )
Feb 20, 2023 10:38 Asia/Kabul
  • په تورخم کې د پاکستاني پوځیانو اوطالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې

د تورخم پوله ایزې لارې مسئول محمد صديق د یکشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان په ګډه پوله د دې لارې له تړلو خبر  ورکړ. دښاغلي  صديق په وينا، دغه لار د پاکستان له لوري خپلو ژمنو ته د نه ژمنتیا له امله د بار وړونکو موټرو په ګډون د ټولو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د نن ورځې راپورونه پر دې پوله د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د نښتې خبر ورکوي.

د شفقنا خبري آژانس د راپور له مخې، سیمه ایزو سرچینو نن سهار د دغې نښتې د تاییدولو په ترڅ کې ټینګار کړی چې دواړو لورو پر یو بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي.

دغه سرچینې له پاکستاني ځواکونو سره په نښته کې د یوه طالب د وژل کېدو خبر ورکوي.

په تورخم کې طالب چارواکو تر اوسه دغه نښته تایید کړې نه ده.

دغه طالب چارواکي د پولې د تړلو په اړه د پاکستان د نه پوره شوې ژمنو یادونه  نه ده کړې، خو په دې وروستیو کې داسې راپورونه ورکړل شوي چې پاکستاني پولیس له پولې د اوښتو پرمهال له افغان وګړو څخه په زور پیسې اخلي.

تر دې مخکې هم د پاکستاني پولیسو له خوا له مسافرو د پیسو اخیستلو راپورونه ورکړل شوي وو.

تورخم لاره د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده.