ایران افغانستان ته د سونګو د صادراتو مجوز تمدید کړ
د ایران اسلامی جمهوریت افغانستان ته د د سونګو د صادراتو د سند تر دوو نورو میاشتو لپاره تمدید کړ.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، د افغان تاجرانو د غوښتې په اساس،د ایران اسلامی جمهوریت د افغانستان د ولس د اړتیاؤ د تامینولو لپاره دسونګو د صادراتو مجود د دوو نورو میاشتو لپاره تمدید کړ.
افغانستان تر دې دمه سونګ په تیره بیا ډیزل له ایرانه واردوي. د افغانستان په چارو کې د اسلامی ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي د اقتصادي چارو سلاکار جوانمرد قصاب په دا و روستیو کې وئیلي وو،هڅه کوود سونګو په حوزې کې د داخلی شرکتونو تولید زیات کړو.
هغه وئيلی وو، پلانونه شوې څو د ایران له لارې د افغانستان د سونګو درست شرائط تامین شي.
داپه داسې حال کې دي چې دافغانستان واک ته د طالبانو په بیرته رسیدا پسې د امریکا او ناټو ځواکونه له دغه بې پلانه ووتل او واک ته د طالبانو د رسیدا په پلمې سره ئې ددغه هیواد په میلیارډونو ډالری شتمنۍ کنګل او مصادره کړې او د افغانستان د ولس مشکلات او ستونزې ئې لاپسې زیاتې کړې.