د افغانستان د اساسی قانون د برابرولو لپاره کار روان دی
د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح ا ... مجاهد د افغانستان داساسی قانون د لیکنې د کار دوام ته په اشارې سره ووئيل، چې دغه حکومت د هیواد چارو د سرپرست په توګه د اساسی قانون له تشې سره مخ نه دی.
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي وائي،د مګړئ حکومتوالئ د شریعّت داحکامو په اساس پرمخ بیول کیږی او د افغانستان د اساسی قاون د لیکلو لپاره کار روان دی.
د افغانستان اساسی قانون په ۱۳۸۲لمریز کال کې له تصویبیدا وروسته ،اجرائي شو او په دغه هیواد کې د جمهوری نظام تر نسکوریدا پورې اجرا کید. دغه اساسی قانون دولس سپرکي او ۱۶۲مادې درلودې چې د طالبانو بیرته قدرت ته په رسیدا سره ددغې ډلې له خوا لغوه شو.
زمونږ خبریال دشفقنا له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد د افغانستان د اساسی قانون د لیکنې د کار دوام ته په اشارې سره ووئيل، چې دغه حکومت د هیواد چارو د سرپرست په توګه د اساسی قانون له تشې سره مخ نه دی.
د طالبانو ویندوي ووئيل، البته د قانون موضوعګانې هم مهمې دي او ان شاا... سوکه سوکه ئې رابرابرووو، خو د طالبانو ټول تمرکز پر هغو شیانو دی چې په لومړیتوب کې دي.