طالبانو د افغان کډوالو د نیولو د بندیدا غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی په اسلام اباد کښې د افغانستان سفارت په پاکستان کښې د افغانستان د کډوالو د نیولو د بهیر په بندولو ټینګار وکړ.
په اسلام اباد کښې د افغانستان سفارت ویلي دي چې په تیرو ورځو کښې کابو دوه سوه پنځوس افغان کډوال په پاکستان کښې نیول شوي دي.
په پاکستان کښې د افغانستان سفارت پرون وویل په پاکستان کښې د افغانستان د کډوالو د نیولو د بهیر دوام د اسلام اباد او د کابل په اړیکو باندې منفي اغیز شیندي.
په پاکستان کښې د افغانستان سفارت په دې خبرې سره چې حتی ځینې نیول شویو کسانو د پاسپورټونو په شمول قانوني سندونه لرل وویل د افغانستان د نیول شویو کډوالو د خوشي کیدا لپاره هڅې روانې دي.
په افغانستان کښې څه د پاسه څلویښت کاله جنګونه او نیواکګرۍ د هیواد د میلیونونو خلکو د مهاجرت سبب شوي دي.
د کلتوري ګډولو او د ګاونډي توب په دلیل د افغانستان نیمايي مهاجرین په ایران او پاکستان کښې وسیږي.