ننګرهار کې په ولایتي کچه دوالیبال پېل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې
(last modified Sun, 11 Jun 2023 06:55:16 GMT )
Jun 11, 2023 11:25 Asia/Kabul

د ننګرهار د پچیراګام توره بوړه چې د لسیزو پر مهال د جګړو لومړۍ کرښه وه، دا ځل په کې د والیبال لوبې د شپاړس لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سلګونو نندارچیانو په حضور کې ترسره شوې.

ننګرهار کې په ولایتي کچه دوالیبال پېل شوې سیالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار د پچیراګام توره بوړه چې د لسیزو پر مهال د جګړو لومړۍ کرښه وه، دا ځل په کې د والیبال لوبې د شپاړس لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د سلګونو نندارچیانو په حضور کې ترسره شوې.

دوالیبال په دې سیالیو کې چې د ننګرهارولایت د ورزش او بدني روزنې ریاست له لورې دننګرهار ولایت د پچیراګام ولسوالي اړوند تورې بوړې سیمې ته نږدې ترسره شوې د ختیزو ولایتونو دوالیبال شپاړلس لوبډلو برخه اخیستې وه .

ددې سیالیو پای لوبې ته پر پچیر اګاام ولسوالۍ سربیره دننګرهار د نورو ولسوالیو او دغه راز د کونړ، لغمان او کابل ولایتونو څخه هم سلګونه ځوانان او دوالیبال مینه وال ورغلي وو.

 ددې سیالیو یو تنظیموونکی خلیل انځور وایي له دې لوبو يې موخه لرې پرتو سیمو ته د ورزش غزول او دې تاریخي او تفریحی سیمې ته دسیلانیانو پام اړول دی.

خان محمد او ذهیر شیرزاد چې له جلال اباد ښاره دلوبې لیدو ته ورغلي وو د ورزش له مسولینو یې وغوښتل چې دا ډول سیالۍ د ننګرهار په نورو لرې پرتو او لیدو وړ سیمو کې تر سره کړي

دوې وایي ددې سیالیو لیدو ته داسې سیمې ته راغلي چې یو مهال یې چا له ویرې نوم نه شو اخیستلای ، دلوبي پر مینه والو او سیلانیانو سربیره لوبغاړي هم په لرې پرتو سیموکې ددا ‌ډول سیالیو ترسره کیدو له امله خوشحاله دي .

دچپرهار ولسوالۍ دوالیبال لوبډلمشر روح الله چې لوبډله یې له یوې بلې لوبډلې سره ددې سیالیو مساوي ګټونکي شوه وایي په لرې پرتو سیموکې په بېلابېلو برخوکې ګڼ شمیر استعدادونه شته چې همدا یې د غوړیدو او راپورته کیدو ښه لاره ده،

دننګرهار ولایت د ورزش او بدنې روزنې ریس عبدالسلام وزیر وال وایي پرنورو موخو سربیره یې له دې سیالیو څخه یوه موخه دلرې پرتو سیمو اوسیدونکو ته سالمه بوختیا برابرول او دغه راز دننګرهار ولایت تفریحي ا و دلیدو وړ سیمو ته د خلکو پام رااړول دي،

دوالیبال په دې پنځه ورځنیو سیالیو کې چې دننګرهار جام تر نامه لاندې  دختیزو درې ولایتونو شپاړلس لوبډلو پکې پرخه اخیستې وه د پچیراګام ولسوالۍ  اړوند دتورې بوړې سیمې ته چې یو مهال د القاعده شبکې دپخواني مشر اسامه بن لادن استوګنځای او بیا د جګړو لومړۍ کرښه وه  نږدې ترسره شوې چې په پایله کې د خراسان خصوصي پوهنتون او چپرهار ولسوالۍ لوبډلې په مساوي توګه ددې لوبو ګټونکي لوبډلې وپیژندل شوې .

 

 

ټیګونه