له طالب حکومت سره تعامل باید عمل پال ووسي
په ملګروملتو کې د جاپان استازي ووئيل، نړیواله ټولنه باید په عمل پال اوا صبرناک تعامل سره طالبان ، دیواړخیز سیاستونو بدلولو ته وهڅوي.
په ملګروملتو کې د جاپان دایمي استازي ایشیکن کیمیهیرو پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل،نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ولس دمشکلاتو په ارزونې کې یوموټی او منسجم کړچار غوره کړي او په دې لړ کې دې د انسان دوستۍ دمرستو په غږملونې،د بشری حقوقو پر وضعیّټ په څارنې او ټولشموله سیاسی خبرواترو په دودولو کې دملګروملتو پر رول ټينګار وکړ.
هغه په قطر کې د افغانستان لپاره د مختلفو هیوادونو ځانګړو استازو د ناستې په قدرونې سره ووئیل، مونږ اړتیا لرو ،دهغې ناستې د بریاؤ په اساس ،له طالبانو سره صبرناک او عمل پال او او اصولي تعامل تعقیب کړو څو دوي وهڅوو دخپل سیاست لاره د افغانستان د ولس د خوښې وړ په لور بدله کړي،او فضا ددغه هیواد د خلکو په ګټه پراخه او لا ستره کړي.
په ملګروملتو کې د جاپان استازي پر طالبانو هم غږ وکړ،څو د امنیت شورا د ۲۶۸۱پریکړه لیک په اساس دې د میرمنو اوانجونو محدودیَتونه لغوه کړي او په ټولنې کې د دوي امنه او معنا دار،بشپړ او برابر مشارکت اجازت ورکړي. کیمیهیرو دغه راز روښانه کړې ده ،دغه چاره نه یوازې د میرمننو او انجونو کرامت او هوساینه تضمینوي ،بلکې افغانستان ته اجازت ورکوي،له خپل پوټینشله استفاده وکړي او دځان اوسیمې لپاره لا اوږدثبات او هوساینه ترلاسه کړه.