د نجونو پر زده کړو د حامد کري او عبدالله ټینګار
(last modified Fri, 22 Sep 2023 08:58:10 GMT )
Sep 22, 2023 13:28 Asia/Kabul
  • د نجونو پر زده کړو د حامد کري او عبدالله ټینګار

پخواني ولسمشر حامد کرزي او ډاکټر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي له سیاسي مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکل شوي چې په دې لیدنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستلو او د زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو پر برابرېدو ټینګار شوی دی.

دوی همدا راز له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو د دوام غوښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په کور دننه، له څه باندې دوه کالو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ ښوونځي تړل شوي دي.

ټیګونه