د افغانستان د لوئې جرګې ترسره کیدا د حاکمیت د رواوالی سبب کیږي
(last modified Fri, 29 Sep 2023 07:08:59 GMT )
Sep 29, 2023 11:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان د لوئې جرګې ترسره کیدا د حاکمیت د رواوالی سبب کیږي

 د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په افغانستان کې د ځينو مشکلاتو په بیانولو سره ووئيل،  په  دغه هیواد کې د لوئې جرګې ترسره کیدا او د اساسی  قانون برابرول  د حاکمیّت د رواوالي سبب کیږي

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، سراج الدین حقاني په کابل کې له سیاسی فعالانو سره په کتنې کې ووئيل،  ددینی علومو او ماډرن ټيکنالوۍ او ساینس ترمینځ د واټن رامینځةکول په افغانستان کې د مشکلاتو سبب شوي دي ،البته باید موجوده فرصتونه ضائع نه کړو.

د افغانستان د طالبانو د  کورنیو چارو وزیر  زیاته کړې ده ، فکري اختلافات په مشورې او  اتحاد سره حل کیږي پر دې اساس مهمه ده چې  له موجوده فرصته  ښه استفاده وکړو.

په دغې ناستې کې یوه ګډون وال جاوید مومند  هم رسندویو ته ووئيل،  سراج الدین حقاني   د  مشورو لپاره د لوئې جرګې د ترسره کیدا د مطرح کیدا خبره کړې او  همداراز ئې رواوالي  ته درسیدا  خبر ورکړی دی. هغه ووئيل، حقانی دا هم روښانه کړې ده چې  د کابل حکومت باید له هر پلوه رواوالی ترلاسه کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر  په تیرې میاشتې کې   دهیواد شمالی ولایتونو ته په سفر کې وئیلي وو، د افغانانو مشکلات به د ملی او اسلامی لیدتوګې او د ټولو قومونو  له ملی وحدت پرته  هماغه راز دوام  ومومي..

 

ټیګونه