په هرات کې د زلزلې له امله له ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ۵۰۰ نور هم ټپیان شوي
(last modified Sun, 08 Oct 2023 01:42:02 GMT )
Oct 08, 2023 06:12 Asia/Kabul
  • په هرات کې د زلزلې له امله  له ۱۰۰ ډېر کسان مړه او ۵۰۰  نور هم ټپیان شوي

د طالبانو ملي دفاع وزارت وایي چې د هرات له زلزله ځپلو سیمو څخه یې ۱۰۰ جسدونه ایستلي او ۵۰۰ ټپیان یې  انتقال کړي دي.

د پژواک خبري آژانس د خبر له مخې، دا زلزله د شنبې په ورځ (د تلې په ۱۵مه) تر غرمې مخکې د هرات ولایت زنده جان او غوریان ولسوالۍ سختې وځپلې، د غور او بادغیس ولایتونو په ځینو سیمو کې هم حس شوې، خو هلته یې زیانونه نه دي اړولي.

د کانونو او پټرویم وزارت وایي، چې زلزله د ریختر په کچه، ۶،۱ درجه وه  او پنځه ځلې پرله پسې وشوه، چې له امله یې خلکو ته ډېر مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د طالبانو ملي دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورازمي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د ملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۷ الفاروق قول اردو په عاجله توګه خپل هوایي او ځمکني ځواکونه سیمي استولي، ترڅو هېوادوال وژغوري، چې تر دې مهاله له سلو تنو د ډېرو کسانو جسدونه له خاورو راویستل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ژغورنې په عملیاتو کې تر ۵۰۰ تنه ټپیان یې د چورلکو پرمټ د هرات حوزوي روغتون او کابل ۴۰۰ بستریز روغتون ته انتقال کړي دي.

تر دې مخکې د هرات ولایت طبیعي پېښو د رسېدنې په چارو کې مشر مولوي موسی اشعري ویلي وو چې د دغه ولایت په زنده‌جان او غوریانو ولسوالیو کې د زلزلې له امله ۱۲ کلي په بشپړه توګه ویجاړ شوي او شاوخوا ۶۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ( اوچا) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې تر اوسه د زلزلې له امله د ۱۰۰ کسانو مړینه تایید شوې او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی ته د ۳۲۰ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی، خو دوی دا شمېره ارزوي.

د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هرات روغتونونو ته یې د زلزلې له امله د ټپي شوو کسانو د درمنلې لپاره درمل او طبي توکي استولي او د اړتیا پر مهال به په دې برخه کې نوره مرسته هم وکړي.

ټیګونه