ننګرهار کې د هرات اوبادغیس ولایتونو د زلزله ځپلو لپاره ۸ میلیونه افغانۍ نغده مرسته او یوه اندازه توکي او درمل راټول شول
چارواکي وایي چې دا مرستې به د ولایتي ادارې له لورې د یوه ځانګړي ګومارل شوي کمیسون پر مټ زیانمنو شویو کورنیو ته واستوي. نور حال زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ.
وروسته له هغې چې تېره اونۍ د هېواد په لوېدیځ هرات او بادغیس ولایتونو کې زلزلې خلکو ته دسر او مال درانه زیانونه ورواړول، د هېواد په کچه د یادو ولایتونو زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستو راټولولو او لیږد لړۍ پېل شوه.
په ننګرهار ولایت کې هم د ولایتي ادارې په لارښوونه د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمریت او یو شمېر مدني فعالانو پر مټ په جلال آباد ښار او یو شمېر ولسوالیو کې د مرستو راټولولو درې ورځنی کمپاین پېل شو.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي نور محمد حنیف وایي، پر دې کمپاین سربېره، ننګرهار والي هم له سوداګرو او نورو شتمنو خلکو د مرستې غوښتنه وکړه او دغه راز د ټولنیزو شبکو له لارې هم په کور دننه او دباندې له شتمنو افغانانو د مرستو راټولول پېل شول، چې د نوموړي په وینا د درې ورځو په موده کې ۸ ملیونه افغانۍ او یوه اندازه درمل او د پوښاک توکې راټول شول.
د ننګرهار اطلاعاتو اوکلتور مشر وویل، دا مرستې به د ولایتي ادارې له لورې د ګومارل شوي ځانګړي کمیسون له لارې د هېواده له ختیځ څخه لوېدیځ ته واستول شي.
پر ننګرهار سربېره په کنړ، نورستان او لغمان ولایتونو کې هم د هرات او بادغیس ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د مرستو راټولولو درې ورځنی کمپاین ترسره شوی، چې ښایي له دغو ولایتونوڅخه هم میلیونونه افغانۍ نغدي مرسته هرات اوبادغیس ولایتونو ته واستول شي.