د بغلان په جومات کې جنایت د اسلامی او انساني اصولوپه خلاف اقدام دی
(last modified Sat, 14 Oct 2023 07:42:30 GMT )
Oct 14, 2023 12:12 Asia/Kabul
  • د بغلان په جومات کې جنایت د اسلامی او انساني اصولوپه خلاف اقدام دی

د افغانستان پخواني ولسمشر او ددغه هیواد د سولې د لوړې ملي شورا پخواني او په دغه هیواد کې د ملګروملتو ملتو نمایندګۍ د دغه هیواد په بغلان ولایت کې په جومات کې ترهه ګره پيښه په کلکه محکومه کړه.

 د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي  دیوې اعلامیې په خپرولو سره په بغلان کې په جومات کې چاودنه  په محکومولو سره  دغه سپير او ځيږ اقدام  له درستو اسلامی اوانساني اصولو او ارزښتونو سره په تضاد کې وبالۀ. هغه همداراز ددغې غمیزې د قربانیانو له خپلوانو سره خواخوږي وښودله.

د افغانستان  د ملی مصالحې لوړې شورا مشر عبدا... عبدا.... هم په یوه پیغام کې د بغلان د خدای د کور د  لمونځ ګوزارو په مینځ کې دغه جنایتکاره پيښه په کلکه محکومه کړه  او وې وئيل،  دغه شان عمل   دهیڅ یوې عقیدې  او تفکر لپاره دمنلو وړ نه ده او نه بخښونکی اقدام دی  او داښئ چې ترهه ګر  او جنایتکار هیڅ دین او مذهب  او عقیده نه لری او یوازینی کار ئې د انسانیّت  او بشریّت په ضد ویره او ترهه خورول دي.

په افغانستان کې د  ملګروملتو دنمایندګۍ دفتر یوناما هم په یوه پیغام کې وئيلي دي ،په پلخمري کې په جومات کې د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره  خپله ژوره خواخوږي او غم او تسلیّت وړاندې  کړی دی.

د ایران  د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت هم پرون په یوې اعلامیې خپرولو سره  دغه جنایت په سخته محکوم کړی او وئیلي ئې دي، جنایتکار او  دانسانیّت دښمنان غواړي ،د افغانستان د ولس هوساینه او یووالی له مینځه یووسي خو  افغان ولس  ددغو جنایتکارو  او تالی څټو په وحشي ډوله اقداماتو  خپل یووالی او اتحاد خراب نه کړي او له دوي به خپله کرکه او نفرت نندارې ته وړاندې کوي.  

 

ټیګونه