د هرات له زلزله ځپلو سره د تاجکیستان مرستې را ورسېدې
(last modified Fri, 20 Oct 2023 00:20:48 GMT )
Oct 20, 2023 04:50 Asia/Kabul
  • د هرات له زلزله ځپلو سره د تاجکیستان مرستې را ورسېدې

د هرات له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې تېره ورځ د تاجکستان بشري مرستو جوپه هم را ورسېده.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، دا مرستې د کندز ولایت د ‌شیرخان بندر له لارې هېواد ته را رسېدلې دي.

له یادو مرستو سره د تاجکستان راغلي استازي  صاحب جان زیادلوف ویلي  چې هېواد یې د هرات له زلزله ځپلو سره ۳ زره او ۲۰۰ ټنه مرسته چمتو کړې.

د هغه د مالوماتو له مخې، په دې مرسته کې سون توکي، خیمې، د خوب لپاره کمپلې، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه او د اړتیا وړ نور توکي شامل دي.

د هغه په خبره، دا مرستې شاوخوا یو نیم میلیون ډالره ارزښت لري او هڅه کوي چې ژر تر ژره یې پر زلزله ځپلو ووېشي.

بل لورته د کندز چارواکي هم له یادو مرسته مننه کوي او وايي، هڅه یې دا ده چې ژر تر ژره یې هرات ته ورسوي.

د یادونې وړ ده چې په هرات کې له زلزله ځپلو سره تر اوسه د ګڼ شمېر هېوادونو مرسته را رسېدلې ده.

ټیګونه