په افغانستان کې د ترهه ګروحملو پراختیا د شیعّیانو یوه جدي اندیښنه ده
وړمه شپه دافغانستان د کابل په دشت برچي سیمې کې په یوه بس کې په زورورې چاودنې کې اوه کسان شهیدان او شل نور ټپیان شوي وو.
د افغانستان د اهل تشیَع دعالمانو عمومی شورا د کابل په لویدیځ کې د ترهه ګرې حملې په محکومولو کسره له ترهه ګرو او جنایتکارو حملوپه مخنیوي او د ښآریزو د امنیت تامینولو ته د طالبانو دحکومت پر توجه ټينګار وکړ.
وړمه شپه دافغانستان د کابل په دشت برچي سیمې کې په یوه بس کې په زورورې چاودنې کې اوه کسان شهیدان او شل نور ټپیان شوي وو.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، د افغانستان دشیعایانو د عالمانو عمومی شورا په دغې اعلامیې کې د طالب حکومت پر مسئولانو غږ وکړ، ددغه هیواد د ښاریزو د امنیت په تامینولو سره دې دکابل ښار په لویدیځ کې د وروستئ چاودنې عاملان وپيژني اوسزائې کړي.
په دشت برچې کې دا په تیرې یوې میاشتې کې د افغانستان د هزارګانو په سیمو کې دریمه ترهه ګره چاودنه ده.
د افغانستان په چارو کې د ملګروملتو د بشری حقوقو ځانګړي رپورټر ریچرډ بنټ هم په کابل ښار کې د وروستۍ ترهه ګرې حملې په غبرګون کې د دغه جنایت د عاملانو د پيژندګلوۍ او دهغوي دځواب وئیلو لپاره پر شفانو اوبشپړ تحقیقاتو ټينګار وکړ.