په کندوز کې د ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده
Feb 13, 2024 12:23 Asia/Kabul
واک ته د سرپرست حکومت تر رسېدو وروسته، تر دې دمه په کندوز ولایت کې په نشه یي توکو د ۱۸۰۰ روږدو کسانو درملنه شوې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ویلي، چې په مرکز سربېره ۹ ګونو ولسوالیو کې د سرپرست حکومت تر واکمنۍ وروسته په نشه یي توکو د سلګونه روږدو کسانو درملنه شوې او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
د کندوز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له کومې ورځې چې امنیتي مسئولینو په نشه یي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل کړې، ورسره سم د روږدو کسانو په شمېر کې د پام وړ کموالی هم راغلی دی.
په دغه ولایت کې د نشه یي توکو هغه روږدي کسان چې درملنه یې شوې، د منننې ترڅنګ یې دا ژمنه هم کړې چې بیا به دې ناوړه عمل ته مخه نه کوي.