Mar 02, 2024 07:53 Asia/Kabul
  • افغانستان کې ۴۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

په افغانستان کې سیمه ییزې سرچینې وایي، د دغه هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د واورو او بارانونو د اورښت له امله ۱۵ تنه مړه او دیرش تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې؛ د دغه اورښتونو، واورو، یخنۍ او سیلابونو له مله په بادغیس، فاریاب او یو شمېر نورو ولایتونو کې نږدې لس زره څاروي مړه شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سړې هوا له امله نهه کسان مړه شوي، دوه نور ټپیان شوي او درې کورونه تخریب شوي، دغه راز پنځه اویا څاروي لمنځه تللي.

په همدې حال کې د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی چې د سالنګونو لویې لارې په ګډون ولایتونو ته د تګ راتګ ګڼ شمېر لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوي دی.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې په بېلابېلو ولایتونو کې له زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره پنځوس میلیونه افغانۍ ځانګړې شوي او دغه شان د زیاتو تلفاتو د مخنیوي لپاره ځانګړي کمېټه جوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې ادارې نن شنبه هم د افغانستان په ۳۰ ولایتونو او سالنګونو کې د درنې واورې، شړکنده بارانونو او توندو بادونو او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

دغه ادارې خبرداری ورکړی چې په نورستان، پنجشېر، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې به د واورې او بارانونو کچه تر نورو هغو زیاته وي.

 

ټیګونه