افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i147086-افغانستان_او_پاکستان_په_تیره_اونۍ_کښې
د تهران راډيو مینه والو السلام علیکم، د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو د جاجونې له لیکنې سره مو په خدمت کښې یوو
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Mar 04, 2024 06:02 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کښې

د تهران راډيو مینه والو السلام علیکم، د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د مهمو پيښو او خبرونو د جاجونې له لیکنې سره مو په خدمت کښې یوو

په تیره اونۍ کښې د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ګیس ګډه پروژه، د دواړو هیوادونو د ملګرتیا نښه وبلله او ټنیګار یې وکړ چې له ایرانه د ګیس د انتقال پايپ لاین، د خپلې انرجۍ د امنیت د ضمانت لپاره د اسلام آباد د پروګرامونو یوه مهمه برخه ده.

میرمن ممتاز زهرا بلوچ ټیګار وکړ چې د انرجۍ د امنیت تضمین اوس هم د پاکستان د حکومت اصلي وړومبیتوب دی او له ایران سره د ګیس پروژه، د نورو پروژو ترڅنګ د پاکستان د انرجۍ د راتلونکي لپاره د پاکستان د مهم پروګرام یوه برخه ده. د هغې په وینا، پاکستان له ایرانه د ګیس د انتقال نل لیکه یوه مهمه پروژه ګڼي چې د دواړو هیوادونو د ملګرتیا سمبول او نښه ده او په هم دې بنیاد د پاکستان د حکومت د کابینې د انرجۍ کمیټې د پاکستان په خاوره کښې د پایپ لاین غزولو په اتیا کیلومیټري پرخې باندې دوباره کار پیلول تایید کړي دي.

د پاکستان د پټرولیم یا تیلو وزارت په دې وروستیو کښې د ایران د ګیس د ګډې پروژې بشپړیدل د اسلام آباد د انرجۍ د امنیت د پیاوړتیا لامل بللي او ویلي یې دي چې د پاکستان د حکومت په کابینې کښې د انرجۍ کمیټې د ګوادر بندر نه واخلې له ایران سره د پاکستان تر ګډې پولې پورې د ګیس پایپ لاین د جوړولو له طرحې سره موافقه کړې ده.

له دې مخکښې هم د پاکستان د پټرولیم او انرجۍ وزیر محمد علي خپل هیواد، د دوه اړخیزې موافقې مطابق د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ګیس د انتقال د پایپ لایڼ په بشپړولو موظف وباله او څرګنده یې کړه چې د امریکې بندیزونه، د ګیس په دې ګډې پروژې باندې نه اعمالیږي.

د سیاسي چارو کارپوه عباس خټک په دې هکله وايي: د صلحې پایپ لاین په نامه د ایران، پاکستان او هند ترمینځ د ګیس د انتقال د پایپ لاین د جوړولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د طرحې ډیر کلونه وشول. په دې منځومان کښې، ګیس ته د پاکستان د سختې اړتیا سره سره، دغه هیواد د امریکې تر سیاستونو لاندې تراوسه دغه پروژه نه ده بشپړه کړې. په هم دې وجه تهران،  اسلام آباد ته د جرمانې د اخیستو خبرداری ورکړی دی.

*/*/*/*/

په تیره اونۍ کښې د پاکستان د خلکو له خوا منتخب شویو نویو نمایندګانو په اسلام آباد کښې د قومي اسمبلۍ(ملي پارلیمان) په شپاړسم پړاؤ کښې خپل پنځه کلن فعالیت پيل کړ او د خدمت کولو قسم یې وکړ.

له دې مخکښې په پنجاب، سند، خیبرپښتونخوا او بلوچستان کښې هم صوبايي اسمبلیو د نویو منتخبو استازو په شتون سره خپل رسمي فعالیت پیل کړ.

د پاکستان د پارلیمان د نویو استازو د لوړې دستورې د قومي اسمبلۍ د تیر مشر راجاپرویز اشر په مشرۍ ترسره شوې او دا د پاکستان د تاریخ په ۷۶ کالو کښې  له یو ډیموکراټیک حکومت څخه په دغه هیواد کښې یو منتخب حکومت ته  د قدرت د صلحه ایز انتقال دریم ځل دی.

د پاکستاني رسنیو د خبرونو له مخې، د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف د دغه ګوند، پیپلز پارټۍ او متحده قومي مومنټ د دریو ګوندو د ګډ استازي په توګه د وزیراعظمۍ د مقام لپاره پارلیمان ته ورپیژندل شوی او استازي به ورته راې ورکړي.

د پارلیمان په ورپسې غونډه کښې د مسلم لیګ نواز ګواند استازي سردار ایاز صادق د نمایندګانو له خوا د ۱۹۹ رایو په ترلاسه کولو سره په دریم ځل د پاکستان د پارلیمان د مشر په توګه غوره شو. په دې لړ کښې د عمران خان له تحریکِ انصاف ګوند څحخه د هغه سیال ۹۰ راې ترلاسه کړې.

*/*/*/*/

تیره اونۍ په پاکستان کښې د سیلاب راتلو په وجه د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې خپل پاکستاني همرتبه ته په یو پیغام کښې، د دغه هیواد له سیلاب ځپلو سره غمرازي وکړه.

هغه د پاکستان د سرې میاشتې د ټولنې مشر سردار شاهد احمد لاقري ته د خپل پیغام په یوه برخه کښې ټینګار وکړ چې په ډیر خفګان او غم سره د بلوچستان صوبې په ګوادر بندر کښې د سیلاب له راوتلو چې په خواشینۍ سره یې ډیرې سیمې لاندې کړې او زیات خلک یې بې کوره کړل، خبر شوو، په دې سختو حالاتو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې ټولنې د خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ، په پاکستان کښې په انساندوستانه عملیاتو کښې د مرستې لپاره د مرستندویه او طبي ټیمونو د لیږلو په لړ کښې خپل چمتووالی اعلانوو.

*/*/*/*

تیره اونۍ په افغانستان کښې هم مختلفې پیښې وشوې. له هغو نه، د افغانستان د شیعه علماؤ شورا وویل چې شیعیان خپلې غوښتنې د تاوتریخوالي او د حکومت د کمزورې کولو له لاره نه تعقیبوي بلکې تل د حکومت ترڅنګ ولاړ دي. په دې وجه دې غوښتنې پوره شي.

د افغانستان د شیعه علماؤ د شورا غړي سید حسین عالمي بلخي په کابل کښې د یوشمیر علماؤ، د طالبانو د حکومت د چارواکو، فرهنګیانو او د یوشمیر خلکو په ټول کښې، د افغانستان ۱۰ میلیون کسیز نفوسو ته په اشارې سره څرګنده کړه، شیعیانو د حکومت ترڅنګ ولاړ دي، په دې وجه یې باید غوښتنې پوره کړې شي.

هغه په دې اعتراف سره چې دا شورا خپلې غوښتنې هیڅکله د تشدد او د حکومت د کمزورې کولو له لارې نه تعقیبوي، څرګنده کړه: په رسمیت د جعفري مذهب پيژندل، په سیاسي ډګر کښې برخه اخیستل، د جعفري مذهب په بنیاد د شیعیانو د حقوقي مسئولو او دعوو هوارول او په ښوونځیو او پوهنتونونو کښې د جعفري فقهې تدریس د افغانستان د شیعه علماؤ د شورا برحقه غوښتنې دي خو له دې غوښتنو هیڅکله شاتګ نه شي کیدې.

د عالمي بلخي په وینا، دمګړۍ افغانستان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی، پس د څلویښتو کالو له مجاهدته، لاهم له سترو دسیسو سره لاس او ګریوان یوو، بندیزونه او په رسمیت د اوسني نظام نه پیژندل، زمونږ د مخې جدي ستونزې دي، د داسې شرایطو او حالاتو تقاضا ده چې ټول لاسونه سره ورکړو او د خپل هیواد د شرف او خپلواکۍ دفاع وکړو.

هغه وویل: شیعیان تل له حکومت سره ملګري پاتې شوې دي خو په خواشینۍ سره په تیرو دریو کالو کښې د هغوي غوښتنې نه دي پوره کړې شوې. د افغانستان د شیعه علماړ د شورا غړي، دې ته په اشارې سره چې د دغه هیواد شیعه مسلمانان باید په خپلې فقهې عمل وکړي، وویل چې دا کار، د حکومت له خوا د ستونزو جوړولو په توګه باید ونه ګڼل شي.

همداشان د افغانستان د ارشاد، حج او اوقاف په وزارت کښې د حسینیو او جوماتونو مشر ښاغلي مصباح هم وویل: اهل سنت او اهل تشیع دواړه له اهل بیتو علیهم السلام سره مینه لري. اهل سنت د پيغمبراکرم له اهل بیتو سره مینه، واجب ګڼي او د افغانستان ټول خلک په اهل بیتو میئن دي.

هغه ټینګار وکړ چې په روانو حالاتو کښې د افغانستان ټول خلک باید د یوبل د منلو او د هیواد د ودې او ترقۍ لپاره لاسونه سره ورکړي  او له تفرقط او تعصبه ډډه وکړي.

*/*/*/*/

تیره اونۍ د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر په دوحه کښې په یوې غونډې کښې ټینګار وکړ چې د افغانستان د شتمنیو آزادول، د دې هیواد د روغتیا او درملنې د نظام په پياوړتیا او پراختیا اغیزه کوي.

قلندر عباد د قطر په پلازمېنه دوحه کې د مرستندويه موسسو په غونډه کې وويل، چې امريکا بايد لږ تر لږه د هېواد د روغتيايي سيستم د پياوړتيا لپاره د افغانستان شتمنۍ آزادې کړي، ټينګار وکړ، چې د افغانستان د روغتيايي ستونزو د حل لپاره د افغانستان شتمنۍ اغېزناکې دي.

د ښاغلي عباد په ویناد افغانستان د شتمنۍ راخلاصول به په هیواد کښې د میندو او ماشومانو د سلامتیا، د روغتیا او درملنې د سیسټم د خپلواکه کولو او د طبي خدماتو د معیاري کولو په لړ کښې یو مثبت ګام وي. د طالبانو د حکومت د روغتیا وزیر په دغې غونډې کښې همداشان د افغانستان په کلیو کښې د روغتیا او درملنې د سیسټم په اصلاح کیدو هم ټینګار کړی دی.

په افغانستان کښې د روغتیا په برخه کښې د پروژو د اداري لګښتونو کمول، له مرسته کوونکو هیوادونو د قلندر عباد  یوه بله غوښتنه وه.

په افغانستان کښې د جمهوریت د نظام له ړنګیدو وروسته د افغانستان د شتمنیو کابو ۱۰ میلیارډه ډالر د اروپا او امریکې په بانکونو کښې کنګل کړی شوي دي.

تیر کال له اویا زیاتو نړیوالو اقتصادپوهانو او ماهرانو په یو لیک کښې د امریکې له ولسمشر جوبایډن نه وغوښتل چې د افغانستان شتمنۍ خلاصې کړي ترڅو دغه هیواد اقتصادي فعالیت وکړې شي.

*/*/*/

تېره اونۍ چې د طالبانو او امریکې ترمینځ د دوحې د موافقې له څلورم کال سره هممهاله وه، د طالبانو د حکومت خارجه وزیر وویل چې د امریکې حکومت د دوحې د موافقې له لاسلیکولو وروسته له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو پورې ۱۷۰۰ خلاف ورزۍ او سرغړونې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په خپلو څرګندونو کښې د دوحې د هوکړې پټې برخې په ډاګه کړې او ویلي یې دي چې د دوی له پوستو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د وخت ټاکل او بګرام ته د امریکايي ځواکونو د ستنېدو په لاره کښې د طالبانو له خوا د عملیاتو نه کول هغه برخې وې چې په دې تړون کې پرې موافقه شوې وه.

امیر خان متقي وویل چې امریکې د دوحې د موافقې له لاسلیکولو وروسته ۱۷۰۰ خلاف ورزۍ کړې دي.

متقي له طلوع نیوز سره په خبرو کې د دوحې د هوکړې ځینې پټې برخې افشا کړې او ویلي یې دي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د وخت ټاکل او بګرام ته د امریکايي ځواکونو د ورتګ پر لارو د طالبانو له خوا د عملیاتو نه پیلول له هغو برخو څخه وو چې په دې تړون کې پرې موافقه شوې وه.

متقي څرګنده کړه چې طالبانو له امریکې سره د دوحې په موافقې کښې په شویو ژمنو عمل کړی دی خو امریکا په خپلو ژمنو پابنده نه ده پاتې شوې.

د طالبانو خارجه وزیر د امریکې د سرغړونو په هکله وویل: «د امریکې د سرغړونو او بمباریو څوارلس مادې مو یادداشت کړې، ۱۷۰۰ سرغړونې یې وکړې. تاسو پوهیږئ چې د خلکو څومره وینه وبهیدله، څومره خلک شهیدان شول».

متقي د دغې مرکې په یوې بلې برخې کښې د افغانانو ترمینځ د خبرواترو په هکله ویلي دي چې د یو مسئول حکومت نشتوالی سبب شوی چې دغه خبرې اترې ناکامه پاتې شي.

هغه زیاته کړه: مونږ غوښتل چې مذاکرات نتیجې ته ورسیږي، خبرواترو یو کال دوام وکړ خو هیڅ پرمختګ په کښې ونه لیدې شو. وجه یې دا ده چې د کابل ادره په یوه ژبه نه وه، یوه واکمني یې نه درلوده  او دویم، کوم کسان چې به یې لیږل، د خلکو د استازي په توګه نه وو او دا صلاحیت او وړتیا یې نه درلوده د افغانستان دا دومره ستره موضوع پرمخ بوځي.

د طالبانو دغه جګ پوړي چارواکي همداشان وویل: د دوحې په دویمه ناسته کې د ټولو هېوادونو له ځانګړيو استازو سره د افغانستان د مسئلې په تړاو د بامعني خبرو لپاره د سرپرست حکومت د وړاندیز ردول د دوحې په ناسته کې د دوی د نه ګډون یو اصلي لامل و.

هغه ټینګار وکړ چې د سرپرست حکومت د غوښتنو په منل کیدو سره به په راتلونکو غونډو کښې ګډون وکړو.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی