له نیواکي فلسطینه د صهیونیسټانو مهاجرت په اوڅاره توګه زیات شوی
د هغو صهیونیسټانو شمیر چې له نیواکي ټاټوبو پښې سپَکوي، ورځ تر بلې په اوڅاره توګه په زیاتیدا دی.
له طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو په وروسته فضا کې د صهیونیسټي رژيم ترټولو لویه ناکامي،د اپوټه مهاجرت زیاتیدا ده ؛یوه داسې څپه چې له دې مخکې د اقتصادي مشکلاتو ،سیاسی بې ثباتۍ او د فساد او ځپنې په دلیل رامینځةشوې وه، په تیرو نهو میاشتو کې د مقاومتي چورلیز د سختو او دوامدارو حملو څخه د ویرې په دلیل په اوڅاره توګه زیاته شوې ده.
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی، هره ورځ چې د غزې تړانګې په ضد د صهیونیسټي رژيم د پوځ له حملو او د صهیونیسټانو جنایتونو ته د لبنان او د فلسطین د مقاومتي مبارزانو د سختو او درندو ځوابونو تیریږي ، دهغو صهیونیسټانو شمیر چې له نیواکي ټاټوبو په وتلو دي، او بیرته ستنیدا ته تیار نه دي، هم په زیاتیدا دی.
د اسرائيل ټایمز ورځپاڼې او ددغه رژيم د ۱۲ټيلیویژني چینل د راپورونو په ساس، په ۲۰۲۳کال کې اکتوبر کې د صهیونیسټانو د دایمي مهاجرت احصائې په ۲۰۲۲کال کې په همدې مودې سره په پرتله کې کابو درې برابره زیاتې شوي دي.دغه احصائې د غزې په ضد دجنګ له پیلیدا یوه میاشت وروسته ډیرې زیاتې شوي، داسې چې د ۲۰۲۳ کال له نومبر د ۲۰۲۴کال ترنومبر پورې په مودې کې له نیواکي ټاټوبو څخه په دایمي توګه څه دپاسه ۳۰ زره صهیونیسټانو مهاجرت کړی دی.
د صهیونیسټانو له خوا د اعلان شوي رسمي احصایو په اساس، د هغو کسانو شمیر چې له بهره نیواکي ټاټوبو ته بیرته ګرځیدلي دي، یویشت فیصده کم شوی دی،داسې چې د ۲۰۲۳کال له اکتوبره د ۲۰۲۴کال تر مارچ میاشت بورې په مودې کې کابو ۸ زره نهه سوه کسان بیرته ستانۀ شوي دي او دا په داسې حال کې دي چې دغه ا حصائې په مخکې ورته مودې کې ۱۱ زره ۲۳۱ کسان ښودل شوی دی.
د اسرائيلو زمان ورځپاڼې هم لیکلي دي،د غزې په ضد د اسرائيلو د جنګ په یوازې لومړنیو شپږو میاشتو کې له نیواکي ټاټوبو کابو پنځه لکه پنځوس زره صهیونیسټان وتلي دي.