د طالبانو د پوهنې وزیر له تعلیمي مرکزونو څخه د «حنفي فقهې خلاف کتابونو» راټولولو امر کړی
(last modified Tue, 10 Sep 2024 03:15:28 GMT )
Sep 10, 2024 07:45 Asia/Kabul
  • د طالبانو د پوهنې وزیر له تعلیمي مرکزونو څخه د «حنفي فقهې خلاف کتابونو» راټولولو امر کړی

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د کابل او نورو ولایتونو د پوهنې رئیسانو ته امر کړی، چې د ټولو تعلیمي مرکزونو کتابتونونه وڅاري.

دغه طالب چارواکي ټینګار کړی؛ هغه کتابونه چې له حنفي فقهې خلاف دي باید راټول شي.

د طالبانو د پوهنې وزارت د وږي په ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې حبیب الله اغا دغه امر د ویډیويي خبرو له لارې د بېلابېلو ولایتونو د پوهنې رییسانو ته کړی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «هغه کتابونه، چې د اهل سنتو او جماعت او حنفي فقهې له نظريو سره په ټکر کې وي راټول او راپور يې مرکز ته ولېږل شي.»

همدا ډول په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ډېر ژر به د بېلابېلو ولایتونو د تعلیمي مرکزونو د کتابتونونو د څارنې چارې پیل شي.

طالبانو په وار - وار ادعا کړې، چې په افغانستان کې ټولو مذهبونو ته درناوی لري؛ خو منتقدین په دې باور دي، چې د دوی ایډیالوژي د ټولو هغو کسانو پر ضد ده، چې د طالبانو په فکر باور نه لري.

تر دې وړاندې هم دیني عالمانو او یو شمېر اهل تشیع پر طالبانو تور لګولی، چې د اهل تشیع حقوق تر پښو لاندې کوي.

د بشري حقونو او پرمختګ لپاره د اسیا فورم تېر کال د زمري په میاشت کې په یوه بیانیه کې لیکلي وو، چې طالبانو د اهل تشیع پر مذهبي ازادۍ او عقایدو بندیز لګولی دی.

د طالبانو په نظام کې د جعفري مذهب په رسميت پېژندل، د شیعه زده کوونکو لپاره په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د جعفري فقهې تدریس او په دولتي ادارو کې د اهل تشیع معنوي ګډون له طالبانو څخه د شیعه علماو شورا اساسي غوښتنې دي.

د افغانستان د شیعه علماو د شورا مرستیال محمد اکبري د تېر کال په کب میاشت کې ویلي وو، چې د شیعه ټولنې غوښتنې یې په لیکلي او لفظي ډول د طالبانو له چارواکو سره شریکې کړې؛ خو هغوی ځواب نه دی ویلی.

ټیګونه