ایران او عربستان  د سیمې لپاره امنیت اوثبات ډالۍ کولی شي
(last modified Thu, 10 Oct 2024 07:57:37 GMT )
Oct 10, 2024 12:27 Asia/Kabul
  • ایران او عربستان  د سیمې لپاره امنیت اوثبات ډالۍ کولی شي

سحاب- دا یران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ووئيل؛ایران اوعربستان په لوړې سیاسی ارادې او هوډ سره سیمې ته د امنیت ،سوله  او ثبات ډالۍ کولی شي او پرَدیو لاسوهنې ته هیڅ ضرورت نه ویني.

د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي  نن په ایکس ټولنیز چینل کې لیکلي دي، جغرافیا تل   ایران او عربستان سره ګاونډي بریښوي  او ایمان هم تل   دواړه هیوادونه سره وروڼه او دوستان کوي.

عراقچي  همداراز د ټولو مسلمانانو په تیره بیا د فلسطین او لبنان  دد اتل  مظلوم ولس  په باب د سرلوړئ او عزت غوښتونکی شو.

Image Caption

 

د ایران خارجه وزیر د سیمې د بدلونونو  په پاب د ډيپلوماټيکو م شورو په دوام کې پرون عربستان ته سفر کړی او د عربستان د وزیرانو د شورا مشر او ولی عهد محمد بن سلمان او د دغه هیواد له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره ئې کتنه او  خبرې اترې کړي دي.

د ایران د خارجه وزیر په وینا، له سعودي چارواکو سره  د سیمې د ترټولو وروستیو بدلونونو او د دوو اړخیزو  اړیکو د پراختیا په چورلیزتوب سره ښې او رغنده مشورې کړي دي.

د ایران خارجه وزیر  روښانه کړې ده،دعربستان له چارواکو سره په کتنې کې  همدارازپه غزې کې د نسل وژنې او په لبنان د پوځي تیریو پشمول د وحشي صهیونیسټي رژيم دجنګي جنایتونو د فوري دریدا او له کډوالو سره د فوري مرستو رسونو لپاره د ملګرتیاؤ په ضرورت ټينګار وشو.

Image Caption

 

داپه داسې حال کې دي چې د ایران خارجه وزیر له دغو خبرو وروسته قطر ته تللی او ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره ئې هم خبرې کړي دي .

 

ټیګونه