له افغانستانه ایران ته د وسلو او نشه ایزو موادو د قاچاق مخه ونیول شوه
په افغانستان کې قدرت ته د طالبانو بیرته ستنیدا پسې د نشه ایزو موادو ،کښت،قاچاق او استفاده ممنوع شوې او د ملګروملتو دراپور په اساس ، ددغه ممنوعیّت په نتیجې کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت تر ۹۵فیصدو پورې کم شوی دی.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی، د افغانستان په جنوب لویدیځ ولایت کې ځاي سرچینو وئيلي دي، د طالبانو مامورانو ایران ته د درندو او سپکو وسلو او هم د نشه ایزو موادو د یوې سترې جوپې د قاچاق مخه نیولې ده.
په راپور کې راغلي دي، د افغانستان نیمروز ولایت ځاي سرچینو وئيلي دي،د طالبانو حکومتي مامورانو ایران ته د درندو او سپکو وسلو او هم د نهه سوه کلوګرامو باندې دمشتملې یوې سترې جوپې د قاچاق مخه ونیوله. دغه جوپه د چارشنبې په مازدیګر دیوه ګاډي په وسیله له ایران سره په پولې کې د نیمروز ولایت په چاربرجګ ولسوالۍ کې کې کشف او ضبط شوه او په دې اړه څلور کسان هم ونیول شول.
دسرچینو په وینا،په دغې جوپې کې راکټ لانچر ، کلاشنکفونه، د شپې مهال لیدونکي دوربینونه،دلانچر ګولۍ او لاسي بمونه او ۳۸ ماینونه شامل دي.
په افغانستان کې قدرت ته د طالبانو بیرته ستنیدا پسې د نشه ایزو موادو ،کښت،قاچاق او استفاده ممنوع شوې او د ملګروملتو دراپور په اساس ، ددغه ممنوعیّت په نتیجې کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت تر ۹۵فیصدو پورې کم شوی دی.
طالبانو حکومت همداراز په ډاګه کړې ده چې هیڅوک اجازت نه لري، د افغانستان له خاورې نور هیوادونه وګواښي .