د سنوار د وينو کرښې به د ډېرو لپاره، د ژوند رښتيني مانا او د آزادۍ نقشه جوړه کړي
(last modified Sat, 19 Oct 2024 02:43:07 GMT )
Oct 19, 2024 07:13 Asia/Kabul
  • د سنوار د وينو کرښې به د ډېرو لپاره، د ژوند رښتيني مانا او د آزادۍ نقشه جوړه کړي

د طالبانو یوه جګپوړي غړي انس حقاني، د حماس سیاسي مشر یحیی السنوار د تاریخ له سترو مبارزانو څخه بللی دی.

هغه په ​​"ایکس پاڼه" کې د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي چې د هغه ژوند او مرګ دواړه ځانګړی اهمیت لري.

حقاني ویلي: "د سنوار د وينو کرښې به د ډېرو نسلونو لپاره، د ژوند رښتيني مانا او د آزادۍ نقشه جوړه کړي."

له دې سره، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهي هم د يحيى سنوار د شهادت په غبرګون کې ویلي: جهادي ډلې د خپلو مشرانو په شهادت سره، هېڅکله نه کمزورې کېږي، بلکې پياوړې کېږي او وده کوي.

فراهي په ایکس پاڼه کې لیکلي: هغه غورځنګونه چې اصلي چارواکي یې د عامو خلکو په څېر د قربانۍ په میدان کې حاضر وي، بې له شکه چې یوه ورځ به خپلو موخو ته ورسېږي. سرپرست حکومت دا خبره په عملي توګه ثابته کړې ده.

له بلې خوا د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم د سنوار د شهادت په غبرګون کې لیکلي: "زموږ او د فلسطیني شهیدانو د جیبونو محتويات یو شان دي؛ لکه څنګه چې زموږ اهداف او نیتونه هم یو شان دي ...

 د هغه په ​​جیب کې پاتې شوې تسبیح او یوه مرمۍ، د دې ثبوت دی چې هغه د خدای د رضا لپاره حرکت کوي او جنګېږي ...

ټیګونه