د مقاومت د قومندانانو په شهادت سره به د مبارزو بیرغ ونه غورځیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان د شیعه علماو شورا د فلسطین د حماس د سیاسي دفتر د مشر یحیی السنوار د شهادت په مناسبت د مبارکۍ او د تسلیت په ویلو سره وویل د مقاومت د قومندانانو په شهادت سره به د ازادۍ غوښتنو د مبارزو بیرغ په ځمکه پرې نه وځي.
د افغانستان د شیعه علماو شورا پرون په یوې بیانیې کښې د یحیي السنوار د شهادت په مناسبت مبارکۍ او تسلیت ویلو سره وویل یحیی السنوار د خپل ژوند له لومړیو څخه خپل ځان د فلسطین او د بیت المقدس د ازادولو او د دغه سپیڅلي ټاټوبي د مسلمانانو د کرامت او د حرمت د احیا کولو لپاره وقف کړ.
د افغانستان د شیعه علماو د شورا په بیانیې کښې ویل شوي دي د مقاومت د قومندانانو په شهادت سره به د ازادۍ غوښتنو د مبارزو بیرغ په ځمکه ونه غورځي هماغه ډول چې دغه حقیقت د لبنان او د فلسطین د مقاومت د ډلو د پخوانیو مشرانو او قومندانانو ټرور او په فلسطین کښې د وروستیو دولسو میاشتو نسل کشۍ ښکاره کړ.
دغه بیانیه وايي چې د فلسطین د مسلمان ملت جهاد او مبارزه به د قدس شریف او د نیواکي ټاټوبو تر ازادولو لپاره دوام ولري او دغه ورځ به زر راشي.