سرپرست حکومت دې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز لرې کړي
په افغانستان کې د امنیتي او بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د روسیې په کازان کې د بریکس غړو هېوادونو، په ګډه اعلامیه کې ویلي چې، په افغانستان کې د روان کړکېچ سوله ایز حل، اړین دی.
په خبرپاڼه کې د ښځو، نجونو او د قومونو په ګډون، د ټولو افغانانو د اساسي حقونو پر رعایت د ټینګار ترڅنګ، له سرپرست حکومت څخه غوښتل شوي چې، د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لرې کړي.
د بریکس غړو هېوادونو همداراز ویلي چې، د سرپرست حکومت له خوا باید په افغانستان کې د پام وړ اقدام وشي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د دې هېواد له خاورې څخه تروریستان ګټه نه اخلي.
په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې، د بریکس غړي هېوادونه، له ترهګرو ډلو څخه د پاک او د خپلواک او متحد افغانستان ملاتړ کوي. يادو هېوادونو همدارنګه، د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ګډون سره، د سيمه ايزو غونډو اغېزمن رول ته په اشارې سره، د افغانستان د کړکېچ د هواري په برخه کې د دغو هېوادونو د هڅو هرکلى وکړ.
د بریکس غړو هېوادونو په خپله خبرپاڼه کې ویلي، دوی باور لري چې د افغانستان د کړکېچ د هواري په بهیر کې د ګاونډیو هېوادونو ګډون، په سیمه کې له امنیت او ثبات سره مرسته کولای شي. دغو هېوادونو همدارنګه، د افغانستان خلکو ته د بیړنیو او پرله پسې بشري مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.
له دې مخکې، د ایران او هند مشرانو د دغې غونډې په څنډه کې په دوه اړخیزه کتنه کې، د سیمې د ښې راتلونکې لپاره، له افغانستان سره د اړیکو پر دوام ټینګار کړی وو.