طالبان به هیڅکله بریالی نشی،البته افغانستان به وران کړی
زمونږخبریال دخبرو افغان سرچینو له قوله راپورراکړ په افغانستان کې د ناټو او امریکایی ځواک عمومی قوماندان جنرال جان نیکلسن دغه پرون ناوخته د بلجیم په پلازمېنې بروکسل کې د ناټو موسسې د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په یو خبری کنفرانس کې په ډاګه ویلی دی،وسله وال طالبان افغانستان ورانوی،خو افغان حکومت او ځواکونه یې د هوسا راتلونکی لپاره کار کوی.
دناټو موسسې دخارجه وزیرانو د دغه کنفرانس دویمه ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې وه چې پکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی، په افغانستان کې د ناټو،د ملګرو ملتونو او اروپایی اتحادیې استازو هم ګډون کړى وو.
جنرال نیکلسن ویلی چې ناټو او متحدینو یې د بروکسل د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له افغانستان سره د خپلو اوږودمهاله پوځی، سیاسی او مالی مرستو ژمنې وکړې.
د ناټو قوماندان وایی: زمونږ ژمنې د افغانستان د سولې دښمنانو ته دا پیغام ورکوی چې دوى به هېڅکله بریالی نه شی.
نوموړی وویل چې د افغانستان ملی امنیتی ځواک د خپل هېواد او خلکو د ښې راتلونکې لپاره شپه او ورځ هڅې کوی او ډېرې قربانۍ ورکوی.
د هغه په وینا، په افغانستان کې د مېشتو امریکایی او ناټو ځواکونو اصلی موخه دا ده څو دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندی ځاله بدل نه شی.
جنرال نیکولسن وویل چې تر ٢٠١٦ کال وروسته به هم د ناټو د روزنې او مشورې ماموریت دوام وکړی او د کابو ٣٠ هېوادونو دولس زره اوه سوه عسکر به په افغانستان کې مېشت وی.
ده زیاته کړه: ((سږ کال افغان ځواکونه ښه وازمویل شول، دوى له ځانه وړتیا او جرئت وښود.
د ناټو قوماندان د ١٧ زرو افغان ځانګړو ځواکونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ځواکونه په سیمه کې سارى نه لری او ٧٠ سلنه عملیات په خپله ترسره کوی.