د افغانستان په فراه ولایت کښې یو ځای چارواکے ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i42820-د_افغانستان_په_فراه_ولایت_کښې_یو_ځای_چارواکے_ووژل_شو
ناپېژندلو شویو وسله والو کسانو د افغانستان په فراه ولایت کښې یو ځای چارواکے په ډزو سره ووژۀ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 12, 2017 21:52 Asia/Kabul
  • د افغانستان په فراه ولایت کښې یو ځای چارواکے ووژل شو

ناپېژندلو شویو وسله والو کسانو د افغانستان په فراه ولایت کښې یو ځای چارواکے په ډزو سره ووژۀ.

له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د فراه د والی  ویاند اقبال باهر وویل، ناپېژندل شویو وسله والو کسانو د دغه ولایت د پشت رود ولسوالۍ مالی مدیر بسم ا... له خپل کورو په زور راووېسته او وې وژۀ.

که څه هم تر اوسه چا کس یا ډلې د دغه قتل ذمه واری په غاړه نه ده اخېستې خو افغان حکومتی چارواکی طالب ډله د دا ډوو حملو عامله بولی.

له دې مخکې هم د فراه ولایت د پولیسو مشر امیر ګل ویلی وو چې په دغه ولایت کښې د خاک سفید ولسوالۍ یو سیمه ایز مشر عبدالرزاق نورزے د بم د  چاودنې له امله وژل شوے دے.