روسیه د افغانستان دطالبانو ډلې ملاتړ نه کوی .
دافغانستان د اطلس خبری آژانس راپورورکړ د روسیې د دفاع وزارت ویندوی ایګور کوناشنکوف په یولړ څرګندونو کې په اروپا کې دناټو اوامریکائی ځواک دقوماندان کورټیس سکاروپاروتی ادعا چې روسیه ئې له طالبانو سره پر ملاتړ تورنه کړې ، بې اساسه اویوه ملنډه وبلله .
دروسیې ددفاع وزارت ویندوی روښانه کړې ، دغه ادعا په اروپا کې دامریکا اوناټو ځواک قوماندې ته د لازیاتې بودجې دبیلولولپاره دامریکا په مشرانو جرګې کې مطرح شوې ده .
ایګور کوناشنکوف د دغه امریکائی قوماندان دڅرګندونو په چټی بللو سره وویل ، هغه وخت په وخت دروسیې له دفاع وزارت سره دارتباط په نه درلودلو ګیلا همکوی او په همداوروستیو کې ئې منلې ده چې واشنګټن له ماسکو سره د پوځی اړیکو په غوڅولو کې مخکښ دی .
د روسیې دغه لوړپوړی چارواکی ویلی دی ، له دې مخکې هم دناټو پخوانی قوماندان جنرال فیلیپ بریډلاؤ هم روسیه دافغانستان په موضوع کې تورنه کړې وه ، خو د خپلې روسیی ضد ادعا دثابتولو لپاره ئې هیڅ ډول شواهد مطرح کړی نه دی.