ماسکو له طالبانو وسله ایز ملاتړ رد کړ
د روسیې خارجه وزیر یو ځل بیا په افغانستان کښې له طالبانو ډلې د ماسکو د وسله ایز ملاتړ په اړه د ځینو لویدیځوالو چارواکو ادعا رد کړه.
د روسیې د خارجه وزارت انټرنیټ پاڼې د راپور له مخې،سرګیُ لاوروف نن د خبریالانو په ټول کښې وویل:ماسکو په ځلونو وییلی چې له طالبانو د روسیې د ملاتړ د ثابتولو لپاره دې یوازې یو مدرک وړاندې کړی.
هغه زیاته کړه:که چیرې طالبان د افغانستان اساسی قانون ومنی او له جنګ او تاوتریخوالی لاس واخلی او د خپل هیواد د مسُلو د سیاسی حل لارې برخه شی نو دا هغه یوازینې لاره ده چې ټول بیا له طالبانو سره ملګرتیا کولای شی.
د روسیې خارجه وزیر همدغه راز په افغانستان کښې د لویدیځو هیوادونو او امریکائی پوځیانو په شتون په نیوکې سره ډاګینه کړه:په افغانستان کښې د دغو پوځیانو شتون نه یوازې د دغه هیواد مسُلې حل نه کړې بلکې ترهګر ګواښ یې لا پسې زیات کړی او حتی په بیلابیلو سیمو کښې یې د داعش د ترهګرې ډلګۍ د شتون لپاره لاره هم هواره کړې ده.
ځینو لویدیځی او آمریکائی چارواکو په دې وروستیو میاشتو کښې روسیه له طالبانو په وسله ایز ملاتړ تورنه کړی ده.