آسټریلیا افغانستان ته نور عسکر هم لیږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i48680-آسټریلیا_افغانستان_ته_نور_عسکر_هم_لیږی
روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ دآسټریلیا دفاع وزیر ماریس پین په افغانستان کې له بهرنیو عسکرو سره دیوځای کیدو لپاره د دغه هیواددنورو دیرشو عسکرو دلیږدولو خبر ورکړ .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
May 29, 2017 12:27 Asia/Kabul
  • آسټریلیا افغانستان ته نور  عسکر هم لیږی

روئیټرز خبری آژانس راپورورکړ دآسټریلیا دفاع وزیر ماریس پین په افغانستان کې له بهرنیو عسکرو سره دیوځای کیدو لپاره د دغه هیواددنورو دیرشو عسکرو دلیږدولو خبر ورکړ .

 راپورښئ  د دغو عسکرو په لیږدولو سره،  به  په افغانستان کې د دیره آسټریلیائی  عسکرو شمیر  کابو دروسوو پوځیانو ته ورسیږی .

د ناټو مشرانو هم  تیره  میاشت  افغانستان ته د بهرنیو عسکرو دلیږدولو دزیاتیدا غوښتنه کړې وه .

 همدااوس  په افغانستان کې د اته زره  څلورسوه امریکائی عسکرو پشمول  دناټو کابو پنځلس زره عسکر دیرهدی . 

 په داسې شرائطو کې ناټو او آستریلیا په افغانستان کې دپوځی ځواک دزیاتولو موضوع په ایجنډا کې راوستې ده چې  د  دغه هیواد ولسمشر اشرف غنی  په همداوروستیو کې ویلی دی ،  دغه هیواد ته د لازیاتو بهرنیو عسکرو د  ورلیږلو  هیڅ  ضرورت  نشته