په افغانستان کی د خپل حضور د زیاتولو لپاره د ناټو پلان
د مهر خبری آژانس د راپور په اساس، د شمالی اتلانتیک د تړون سازمان(ناټو)؛ په افغانستان کی د پوځی شتون د زیاتولو لپاره، د دغه سازمان د ۱۵ ؤ غړیو هیوادونو د چمتو والی خبر ورکړ.
د شمالی اتلانتیک د تړون سازمان مرستیال ویاند«پیرس کازالت» اعلان وکړ؛ د ناټو ۱۵ ؤ متحدو او غړیو هیوادونو، په افغانستان کی د لا زیاتو پوځیانو لیژل؛ پخپل پروګرام کی را وستی دی، چی د هغه د جزئیاتو په باره کی، د ناټو د دفاع وزیرانو د پنجشنبی ورځی په غونډه فیصله کیږی.
د امریکی د دفاع وزیر«جیمز ماتیس» له قوله؛ یو لړ راپورونه د دی بیانونکی دی، چی پنتاګون څلور زره ځواکونه افغانستان ته لیژی.
حاضر دمه؛ په افغانستان کی د«غوڅ ملاتړ» په نامه ماموریت په چوکاټ کی، د ناټو د غړیو او متحدو هیوادونو نږدی ۱۳ زره او ۶۰۰ پوځیان شتون لری. په افغانستان کی د امریکا او ناټو د پوځی شتون هدف، د ټروریزم او نشیې توکو ټرانزیټ دئ.