قره قل په اړه جالب معلومات او انځورونه دلته وګورئ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i53602-قره_قل_په_اړه_جالب_معلومات_او_انځورونه_دلته_وګورئ
قره قل د هغه وری نوم دې چی ښه او مرغوبه چمړه یا پوست ولری او تازه زیږیدلې وی . په افغانستان ، پاکستان ، هندوستان ، کشمیر او د نړۍ په نورو هیوادونو کې خلک له قره قل استفاده کوی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 07, 2017 08:01 Asia/Kabul
  • قره قل په اړه جالب معلومات او انځورونه دلته وګورئ

قره قل د هغه وری نوم دې چی ښه او مرغوبه چمړه یا پوست ولری او تازه زیږیدلې وی . په افغانستان ، پاکستان ، هندوستان ، کشمیر او د نړۍ په نورو هیوادونو کې خلک له قره قل استفاده کوی

په افغانستان کې د قره قل د یوه وری یا ګډوری بیه له لسو تر پنځوسو ډالرو پورې ده .

د پاکستان بنسټ ګر قایداعظم محمد علی جناح  به هم د پاکستان له ازادۍ وروسته قره قل استفاده کوله . د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی قره قل هم ډیره مشهوره ده .

په جنوبی اسیا کې د افغانستان او پاکستان قره قل ډیره مشهورتیا لری .په پاکستان کې قره قل یا قره قلی ته جناح کیپ هم ویل کیږی .

په افغانستان کې د وخت په تیریدا سره اوس دا صنعت د ځورتیا په لور روان دې .له تیرو وختونو راهیسې د افغانستان په شمالی ولایتونو لکه کندوز ، فاریاب ، جوزجان ، بلخ او سمنګان  ولایتونو کې د قره قل جوړول دود وو . اوس له قره قل استفاده کمه شوی ده .