دافغانستان استازیو دامریکا دعسکرو دتلو غوښتنه وکړه
-
امریکا غواړي په افغانستان کښې جنګ نور هم اوږد کړي چې دغه هیواد خپلو هدفونوته ورسیږي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دملی پارلمان یو شمیر غړیو پرون د پخوانی شوروی د حملې د اته دیرشمې۳۸) کلیزې په مناسبت د خپل هیواد له سیاسی مشرانو وغوښتل چې د امریکا او دناټو د پوځیانو د ایستلو زمینه برابره کړی .
د افغانستان د ملی پارلمان غړیو په خپل هیواد کښې دامریکا دعسکرو شتون ته په اشارې سره وویل دهیواد دخلک هیڅکله نه غواړی د بهرنیو پوځیانو په سیوری کښې ژوند وکړی .
د افغانستان دملی پارلمان دغو استازیو دغه راز د امریکا او دنورو بهرنیو عسکرو شتون په هیواد کښې د جنګ ، ناامنۍ او د کړکیچ د دوام اصلی عامل وباله او ډاګینه یې کړه په افغانستان کښې د خارجی عسکرو شتون دخلکو لپاره هیڅ ګټه نلری او دامریکا پوځیان باید زر له هیواد څخه ووځی .
له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه په افغانستان کښې له ۲۰۰۱ میلادی کال راهسې د امریکا او دناټو دغړیوهیوادونو دعسکرو شتون تراوسه ددغه هیواد د ملکی خلکو له وژل کیدا او د بیخ بنایانو له تباه کیدا پرته بل هیڅ نتیجه نه ده لرلی .
امریکا اوس د پاکستان په مرستې سره د داعش ډلې فعالیتونه افغانستان ته غزولی دی او غواړی چې دداعش فعالیتونه د مرکزی اسیا هیوادونو ته پراخ کړی چې د چین او د روسیې لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .
امریکا له سعودی عربستان سره یوځاې دترهګرو ډلو په جوړولواو په وسلوسمبالولو ډیرې پیسې لګوی .
امریکا غواړی په افغانستان کښې جنګ نور هم اوږد کړی چې دغه هیواد خپلو هدفونوته ورسیږی .