د ناټو مشر نن افغانستان ته رسیدلی دی
(last modified Tue, 06 Nov 2018 10:10:37 GMT )
Nov 06, 2018 14:40 Asia/Kabul
  •  د ماسکو په غونډې کښې د ګډون لپاره د کابل دحکومت د مخالف دلیل د واشنګټن دباو دی .
    د ماسکو په غونډې کښې د ګډون لپاره د کابل دحکومت د مخالف دلیل د واشنګټن دباو دی .

زمونږ خبریال وایی د ناټو سرمنشی ینس اسټولټنبرګ ()د ماسکو د سولې د غونډې په درشل او په افغانستان کښې د ناامنیو په دوام کښې نن کابل ته ورسید .

ټاکل شوی ده چې دناټو مشر ینس اسټولټنبرګ په دغه سفر کښې دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی او د اجرای مشر عبدالله عبدالله سره کتنه وکړی او د جنګ او د ناامنۍ د دوام او د ماسکو دسولې دغونډې په اړه خبرې وکړی .

دناټو مشر په داسې حال کښې نن کابل ته رسیدلی دی چې ټاکل شوی ده د افغانستان په اړه دماسکو دسولې غونډه څلور(۴) ورځې وروسته د روسیې په کوربه توب په ماسکو کښې جوړه شی .

دافغانستان د خارجه وزارت ویلی دی د ماسکو غونډې ته به دکابل دحکومت هیڅ استازی وانه ستوی او ټاکل شوی ده چې د سولې د لوړې شورا یو(۱) پلاوی دغه ناستې ته واستوی .

د افغانستان د سیاسی مسائیلو ځینې کارپیژاندی وایی د ماسکو په غونډې کښې د ګډون لپاره د کابل دحکومت د مخالف دلیل د واشنګټن دباو دی .

 

ټیګونه