د افغانستان او پاکستان خارجه وزیرانو سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79171-د_افغانستان_او_پاکستان_خارجه_وزیرانو_سره_وکتل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر مستقیمو خبرو ټینګار وکړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې راوستل د ټولې سیمې مسوولیت وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2018 10:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان خارجه وزیرانو سره وکتل

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر مستقیمو خبرو ټینګار وکړ او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د سولې راوستل د ټولې سیمې مسوولیت وباله.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د رسنیو ته د لیږل شوې خبرپاڼې له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني له خپل پاکستاني سیال مخدوم شاه محمود حسین قریشي سره وکتل.

قریشي با ثباته او امن افغانستان د پاکستان په ګټه وباله او د سولې راوستو لپاره یې د پاکستان پر هڅو ټینګار وکړ.

دغه راز قریشي د افغانستان په کورنیو چارو کې د پاکستان د نه لاسوهنې پر سیاست د ټینګار تر څنګ په افغانستان کې د سولې بریالیتوب د ټولې سیمې مسوولیت وباله.

د یادې لیدنې پر مهال صلاح الدین رباني وویل: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د ښه کېدو په حال کې دي.

نوموړي دغه راز د طالبانو او افغانستان ترمنځ پر مستقیمو خبرو ټینګار وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محود قریشي نن سهار په یو رسمي سفر کابل ته تللی دی.