د افغانستان په انتخاباتو کښې درغلۍ شوی ده
(last modified Thu, 05 Dec 2019 02:11:09 GMT )
Dec 05, 2019 06:41 Asia/Kabul
  • د افغانستان په انتخاباتو کښې درغلۍ شوی ده

زمونږ خبریال وایی د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو درې کاندیدانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په یوه(1) ګډه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې په ټاکنو کې درغلی شوې او دوی به یې پر وړاندې په ګډه ودرېږی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامی عدالت او د رحمت الله نبیل په مشرۍ د امنیت او عدالت د ټاکنیزو ډلو مشرانو پرون  د سولې د  لوړې شورا د مشر او د عبدالله عبدالله د ټاکنډلې غړی کریم خلیلی په کور کې د بندو دروازو تر شا ناسته کړه.

دوی له ناستې وروسته یوه پنځه مادې لرونکې ګډه خبرپاڼه خپره کړه.

دوی په دې خبرپاڼه کې ژمنه سره کړې ده چې په ټاکنو کې د شوې درغلۍ پر وړاندې به په ګډه مبارزه کوی.

دغو دریو کاندیدانو  همدا راز ویلی، که ټاکنو کمېسیون خپل کارونه له قانون او تګلارو سره برابر نه کړی، دوی به هره هغه هڅه ناکامه کړی چې په درغلیو د رامنځته کېدونکی حکومت لپاره وی.

دغه راز دوی له امنیتی ځواکونو هم غوښتی چې په ټاکنیزو ناندریو کې خپله بې پلوی وساتی.

د غو درې ټاکنیزو ډلو په ګډه خپره کړې خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتی چې په ټاکنیز بهیر کې بې پلوه پاتې شی او د درغلیو او رڼوالی په جنجال کې، د رڼوالی خوا ونیسی.

د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پلویانو په وروستیو ورځو کې په یو شمېر شمالی ولایتونو کې په مظاهرو لاس پورې کړی او د هغو دریولکو  رایو د باطلېدو غوښتنه کوی چې دغه ډله یې تورې یا جعلی  بولی.

په ورته وخت کې د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ وایی چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو جنجالونه د تاوتریخوالی په لوری روان دی او دوی په دغه حالت  اندېښنه لری.

ټیګونه