کورونا وایروس د افغانستان ښاریز وژلی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د روغتیا سرچینو په هیواد کښې د کورونا وایروس له کبله د لومړي(۱) کس د وژل کیدا خبر ورکړ .
د افغانستان په شمال کښې د بلخ ولایت د روغتیا او د درملنې ادارې پرون وویل د دغه هیواد د یوه ښاریز چې درې (۳) ورځې مخکې د بلخ ولایت په «دهدادي» ولسوالۍ کښې مړ شوی د کورونا وایروس ازموینه پرون مثبت اعلان شوي ده .
ویل کیږي چې د دغه مړه شوي کس کورنۍ خاورو ته د هغه د مړي له سپارلو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمې ته ورغلي ده .
دغه راز په پاکستان کښې په کورونا وایروس د ککړیدونکو کسانو د شمیر د زیاتیدا دوام سبب شوی دی چې د اسلام اباد حکومت د دغه وایروس د نور خپریدا د مخنیوي لپاره د سیند صوبې په شمول په ځینو سیمو کښې بیړنی حالت اعلان کړي .
په پاکستان کښې په کورونا وایروس د ککړو کسانو د شمیر زیاتیدل سبب شوي دي چې په پلازمینې اسلام اباد کښې ګرځبندیز اعمال شي او په دغه ښار کښې له پینځو (۵) څخه د زیاتو کسانو په راغونډیدا بندیز ولګول شي .
د پاکستان د حکومت مخالفو سیاسي ګوندونو په حکومت غږ کړی چې په ټول هیواد کښې ګرځبندیز اعلان کړي .
د پاکستان د حکومت د رسمي شمیرنو پراساس په دغه هیواد کښې تراوسه په کورونا وایروس شپږ سوه نهه څلویښت (۶۴۹) کسان ککړ شوي چې پینځه (۵) ترې مړه شوي هم دي .