عمران خان له افغان حکومت سره خبرواترو ته د طالبانو د کښینولو کوشش کوي
(last modified Fri, 20 Nov 2020 01:49:29 GMT )
Nov 20, 2020 06:19 Asia/Kabul
  • عمران خان له افغان حکومت سره خبرواترو ته د طالبانو د کښینولو کوشش کوي

د پاکستان وزیراعظم په کابل کښې د افغانستان له ولسمشر سره په خبري غونډه کښې ټینګار وکړ چې اسلام آباد هڅه کوي طالبان د صلحې د مذاکراتو پر میز کښینوي.

د پاکستان وزیراعظم په کابل کښې د افغانستان له ولسمشر سره په خبري غونډه کښې ټینګار وکړ چې اسلام آباد هڅه کوي طالبان د صلحې د مذاکراتو پر میز کښینوي.

عمران خان په دغې خبري غونډې کښې وویل: پاکستان به په افغانستان کښې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره تر خپله وسه او هر کار چې ممکن وي، وبه یې کړي.

د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند مشر زیاته کړه چې هیواد یې په افغانستان کښې د صلحې د ټیینګیدو غوښتونکې دی او په افغانستان کښې د جنګ ختمیدل د ټولې سیمې او هم داشان د پاکستان په ګټه دي.

عمران خان له اشرف غني څخه کابل ته د سفر د بلنې په وجه مننه وکړه او ویې ویل چې له پنځوسو کالو راهیسې یې د افغانستان پلازمینې ته د سفر ارمان درلود چې نن پوره شو.

په دغې خبري غونډې کښې د افغانستان ولسمشر اشرف غني هم د عمران خان ورتګ یوه تاریخي پيښه وبلله او ویې ویل: د افغانستان خلک په خپل هیواد کښې اوربند او د جنګ خاتمه غواړي.

د ویلو ده چې افغان ولسمشر اشرف غني هم د تیر ۲۰۱۹ میلادي کال په جون میاشت کښې پاکستان ته سفر کړی و.

 

ټیګونه